Book Name:Aankhon Ko Gunahon Se Bachana
کتلو او * د نورو ښکاره زنګونانو، پتونانو وغيره وغيره ته د کتلو نه بچ کيدل۔
الله پاک فرمائيلي دي:
قُلْ لِّلْمُؤْمِنِیْنَ یَغُضُّوْا مِنْ اَبْصَارِهِمْ (پارہ :18، سورۀ نُور:30)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: مسلمانانو سړو ته حُکم اوکړه چې خپلې سترګې څۀ ښکته ساتي۔
د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک
تاسو يا خو به خپلې سترګې ښکته ساتۍ او د خپلو شرم ګاهونو حفاظت به کوئ او خپل مخونه به نيغ ساتۍ يا (به د بے حيايۍ پۀ وجه) ستاسو شکلونه وران کړے شي۔ ([1])
ناجائزه ته د کتلو پۀ باره کښې اَحکام
(1): ناجائزه څيزونو ته کتل ګناه ده (2): د نورو ستر ته کتل حرام دي۔ ([2]) ستر څۀ ته وئيلے شي؟ واورئ! د نارينه د نوم د ښکته نه واخله د زنګونانو سره سره د بدن حصه او د زنانؤ د بدن د 5 اندامونو (۱): د مخ کاسه (۲، ۳): د دواړو لاسونو د تلو (۴، ۵): د دواړو ښپو د تلو نه علاوه ټول وجود ستر دے۔ ([3]) نوټ: ياد ساتئ چې (چا ته کتل حرام دي، هغۀ ته) قصداً کيدونکے وړومبے نظر هم حرام او دوزخ ته بوتلونکے کار دے۔ ([4])
ناجائزه ته د کتلو وعيدونه او نقصانونه
* ناجائزه او حرامو ته کتونکې سترګې به د قيامت پۀ ورځ د دوزخ د وور نه ډکولے