Aankhon Ko Gunahon Se Bachana

Book Name:Aankhon Ko Gunahon Se Bachana

د زده کولو او ښودلو د حلقو جدول

(1): پۀ مختلفو موضوعاتو باندې مختصر بيان: 5 منټه (2): دُعا یادول: 5 منټه                  (3): [د خپلو اعمالو] جائزه: 5 منټه، ټول وخت: 15 منټه۔

نن به د زده کولو او ښودلو پۀ حلقو کښې پۀ 72 نيک اعمال کښې د يو نيک عمل سترګې د ګناهونو نه د بچ کولو پۀ موضوع ګټه ور معلومات درکولے شي او قبر ته د مړي د کوزولو پۀ وخت لوستلے کيدونکې دُعا به يادولے شي۔ پۀ اخره کښې به د نيک اعمال رسالې نه اِجتماعي جائزه هم اخستے کيږي۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!

د دُرُود شريف فضيلت

د اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: چا چې دا ووئيل: جَزَی اللّٰہُ عَنَّا مُحَمَّدًا مَّاھُوَ اَھْلُہٗ ([1]) 70 فرښتے به د زر [1000] ورځو پورې د هغۀ د پاره نيکۍ ليکي۔ ([2])

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب                            صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

سترګې د ګناهونو نه بچ کول

نيک عمل نمبر 9: آيا نن تاسو سترګې د ګناهونو (يعنې د بد نظرۍ، فلمونو، ډرامو، پۀ موبائل د ګنده تصويرونو او ويډيوګانو، نامحرمه زنانؤ او کزنز [د ترور، ترۀ، ماما بچو]  وغيره ته د کتلو) نه بچ کړي دي؟ ([3])

سترګې د ګناهونو نه د بچ کولو مطلب

کومو څيزونو ته چې کتل جائز نۀ دي، هغې ته نۀ کتل سترګې د ګناهونو نه بچ کول دي۔ مثلاً * فلمونو، ډرامو * غير مناسبه تصويرونو او ويډيوګانو * بے پردې پردو زنانؤ ته د


 

 



[1]... اللہ پاک ہماری طرف سے حضرت مُحَمَّد مصطفےٰ صلی اللہُ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَسَلَّم کو ایسی جزا عطا فرمائے جس کے وہ اہل ہیں۔

[2]... معجم اوسط، جلد:1، صفحہ:82 ، حديث: 235۔

[3]... 72 نیک اعمال ، صفحہ:2۔