Book Name:Muhabbat e Ilahi Ka Amali Izhar
حج د پاره روان ووم، ما پۀ لاره کښې يو ځوان حاجي وليدلو، نۀ ورسره پۀ لاس کښې سامان وو، نۀ جامې، نۀ څۀ مال او دولت، هم پيدل د مکے مکرمې طرف ته روان وو، ما هغۀ ته سلام وکړو، هغۀ جواب راکړو، ما ترينه پوښتنه وکړه: اے ځوانه چرته روان يـې؟ هغۀ ووئيل: د الله پاک خوا له۔ ما ترينه پوښتنه وکړه: د لارې توښه (يعنې د سفر سامان دې) چرته دے؟ اوئې وئيل: د هغۀ (يعنې د الله پاک) پۀ ذِمۀ کرم باندې دے۔ ما ووئيل: دومره اوږده لاره به بغير د خوراک څښاک نه اونه وهلے شې، آيا ستا سره څۀ انتظام شته؟ اوئې وئيل: آؤ جي! ما د کور نه د راوتلو پۀ وخت 5 حرفونه د لارې د سامان پۀ توګه اخستي وو۔ هٰغه 5 حرفونه دا دي: کٓھٰیٰعٓصٓ۔
د کاف نه مُراد کَافِي (یعنې الله پاک زما د پاره کافِي دے)۔ د ھَا نه مُراد هادِی (یعنې هُم الله پاک لاره ښودونکے دے)، د یَا نه مُراد پناہ ورکولو والا، د عَیْن نه مُراد عالِم (یعنې الله پاک زما د حال نه خبر دے)، د صَاد نه مُراد صَادِق (یعنې رښتونے چې هغۀ کومه وعده فرمائيلې ده بالکل حق، رښتونې ده)۔
حضرت مالِک بِن دِينار رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ فرمائي: مونږ دواړه پۀ خپلو خپلو لارو باندې روان شو، مکے مکرمې ته ورسيدو، حج مو ادا کړو، دا پۀ مِنیٰ شريف کښې د حاضرۍ ورځې وې، خلقو د الله پاک پۀ حضور کښې قُربانۍ پيش کولې، هٰغه وخت ما هٰغه نا اشنا حاجي وليدلو، د هغۀ پۀ خُله باندې د عربۍ څۀ شعرونه وو (د کومو ترجمه چې څۀ داسې ده:) (1): پۀ الله پاک مې دې قَسم وي! که زما رُوح خبر شي چې هغۀ د کوم ذات سره محبت کوي نو د ښپو پۀ ځائے به پۀ سَر باندې ودريږي (2): خلقو د اختر پۀ ورځ د ګډو، بيزو او د اوښانو قُرباني وکړه او محبوب پۀ دې ورځ زما د ځان قُرباني وکړه، د خلقو حج وشو او زما حج زما د محبوب خوا له تلل دي، خلقو قُربانۍ وکړې او ما د خپل ځان او د خپلې وينې د قُربانۍ تحفه وړاندې کړه۔