Book Name:Muhabbat e Ilahi Ka Amali Izhar
فَاِذَا رَكِبُوْا فِی الْفُلْكِ دَعَوُا اللّٰهَ مُخْلِصِیْنَ لَهُ الدِّیْنَﳛ (پارہ:21 ، سورۀ العنکبوت:65)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بيا چې خلق پۀ کشتۍ کښې سوريږي نو الله يادوي پۀ داسې حال کښې چې هُم د هغۀ د پاره دِين خالص کوي۔
پۀ تفسير صِراطُ الـجنان کښې دي: د جهالت پۀ زمانه کښې به خلقو د سمندري سفر کولو پۀ وخت خپل بُتان د ځان سره وړل، د سفر پۀ وخت چې به کله سيلۍ اُلټا لګيدله او د کشتۍ د ډوبيدو خطره به پيدا کيدله نو هغوئي به خپل بُتان درياب ته غورځول او يَا رَبّ! يَا رَبّ! اوازونه به يـې کول۔
دا دے د کافِر او د مؤمِن پۀ محبت کښې فرق۔۔۔!! چې کله مشکل وخت راشي نو کافران خپل دروغژن معبودان پريږدي خو د مؤمِن بنده دا شان دے چې پۀ هغۀ باندې که هر قِسمه وخت راشي نو د هغۀ پۀ زړۀ کښې د الله پاک محبت نۀ کميږي ٭ مؤمِن ته که خوشحالي ميلاؤ شي نو بيا هم الله پاک يادوي ٭ که غم ورپيښ شي نو بيا هم الله پاک ته اواز کوي ٭ هغۀ ته چې کله رزق ميلاؤ شي نو د الله پاک شُکر ادا کوي ٭ که تنګدستي پرې راشي نو د هغۀ پۀ رضا باندې راضي اوسي ٭ پۀ يو وخت ٭ پۀ يو ساعت ٭ پۀ يو حال کښې هم مؤمِن بنده د خپل رَبِّ کريم دروازه نۀ پريږدي۔
اوس دې مونږه پۀ خپل حال باندې لږ غور وکړو۔ نن د اختر ورځ ده، د قُربانۍ کولو ورځ ده، د الله پاک د محبت د عملي اِظهار ورځ ده، خو ٭ افسوس چې د اختر پۀ ورځ باندې څاروي خو قُربانيږي خو سستي او غفلت نۀ قُربانيږي ٭ ډير افسوس چې د الله پاک د محبت د عملي اِظهار پۀ ورځ هم نـمونځونه قضا کيږي بلکې ٭ بعضې خلق خو هم قُرباني بهانه کوي، مثلاً قصاب ناوخته راغلو، د هغۀ پۀ انتظار رانه جَمعه قضا شوه، جامې مې پۀ وينو باندې ګنده شوې وې، پۀ قُربانۍ کولو کښي وخت تير شو او نـمونځ قضا شو۔۔۔!! اَلامَان وَالحفيظ! لکه هٰغه څيز کوم چې د الله پاک پۀ حُضُور کښې د ټيټيدو دَرس ورکوي (يعنې