Book Name:Janwaron Par Zulm
پۀ ځناورو باندې د ظُلم کولو د ګناه نه د بچ کيدو د پاره
* عِلمِ دِين حاصل کړئ! (اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! اِسلام هٰغه ښکلے دِين دے پۀ کوم کښې چې د ځناورو هم باقاعده حقونه مقرر کړے شوي دي، د قرآنِ کريم تلاوت کوئ، ځان پرې پوهه کوئ، د اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حديثونه مبارک چې زده کړئ نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! پۀ زړۀ کښې به مو رحم پيدا شي او د مخلوق حقونه به درته هم معلوم شي) * نرمي او رحم دلي اختيار کړئ! (د الله پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: رحم کوئ پۀ تاسو باندې به رحم کولے شي۔ ([1]) پۀ يو حديثِ پاک کښې دي: څوک چې رحم نۀ کوي پۀ هغۀ باندې رحم نۀ کيږي۔ ([2])) واقعه: يو صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ عرض وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! زۀ چې کله چيلۍ ذبح کووم نو زما پۀ هغې باندې رحم راځي۔ اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: تۀ چې پۀ چيلۍ باندې رحم وکړې نو الله پاک به پۀ تا باندې رحم وکړي۔ ([3])
نوټ: پۀ ځناورو باندې د ظُلم کولو پۀ باره کښې د تفصيلي معلوماتو د پاره د مکـتبة الـمدينه کتابونه * تکلیف نہ دیجئے، صفحه:172 نه تر 187 * جہنم کے خطرات، صفحه:100 نه تر 103* منتخب حدیثیں، صفحه: 143 نه تر 146 او * جہنم میں لے جانے والے اعمال، جلد:2 صفحه:318 نه تر 320 پورې ولولئ۔
د ښودلو او زده کولو پۀ حلقو کښې يادولو والا دُعا