Janwaron Par Zulm

Book Name:Janwaron Par Zulm

د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک

الله پاک فرمائي: زما غضب پۀ هٰغه کَس باندې شِدت اختياروي کوم چې پۀ دې (مثلاً بے زبانه ځناور) باندې ظُلم کوي د کوم چې زما نه علاوه بَل هيڅ مددګار نشته۔ ([1]) پۀ يو حديثِ پاک کښې دي: يوې زنانه يوه پيشو قيد کړه، نۀ به يـې ورله خوراک ورکولو، نۀ اوبه، نۀ يـې هغه پريښودله چې حشرات (مثلاً منږکان وغيره) وخوري، پيشو د لوږې نه مړه شوه، نو دا زنانه د هٰغه پيشو پۀ وجه پۀ عذاب کښې راګيره شوه۔ ([2])

پۀ ځناورو باندې د ظُلم پۀ ګناه کښې اخته کوونکي بعضې اسباب

(1): بے ځايه غصه (2): د عِلمِ دین کمے (پۀ ځناورو باندې د ظُلم کولو ډير صورتونه دي، عموماً خلق پۀ دې باره کښې د معلوماتو نۀ لرلو پۀ وجه پۀ دې ګناه کښې اخته کيږي لکه ضرر رسوونکي ځناور مثلاً مچۍ ماشي وغيره سوزول چې دا جائز نۀ دي خو ډير خلق د عِلم نۀ لرلو پۀ وجه پۀ دې ګناه کښې راګير وي)  (3): د زړۀ سختيدل (چې د بعضو بے رحمو پۀ دوئي زړۀ نۀ خوږيږي، بغير د څۀ وجهې ځناور وهي او ظُلم پرې کوي، د دې يو مثال بعضې عيش پرسته زلمي هم دي کوم چې پۀ سوشل ميډيا باندې د مشهوريدو يا د کرتب ښودلو د پاره خپل هنر ښائي او پۀ ځناورو باندې ظُلم کوي، د دې ظُلم ويډيوز (Videos) جوړوي او پۀ سوشل ميډيا (Social Media) باندې يـې اپ لوډ (Upload) کوي هم) (4): تادي (لکه د لوئي اختر پۀ موقع باندې بعضې لالچيان قصابان څاروے د زر يخولو د پاره د هغه د زړۀ رګونه پرې کوي، څټ ورله ماتوي يا د نيم مړ شوي څاروي نه څرمن اوباسي)۔


 

 



[1]... معجم صغیر، صفحہ:70، حدیث:71۔

[2]... بخاری، کتاب احادیث الانبیا، صفحہ:894، حدیث:3482۔