Janwaron Par Zulm

Book Name:Janwaron Par Zulm

رسولو پۀ وجه وژل وي نو لازم دي چې  په تيرۀ څيز سره زر ذبح يا ووژلے شي، يو ځناور ته تکليف ورکول او مړ کول، وږے تږے ساتل او وژل هم ډيره بے رحمي ده، کومه چې هيڅکله هم پۀ اِسلام کښې جائز نۀ ده۔ ([1]) (6): نن سبا شاپنګ مالز (Shopping malls) او دفترونو (Offices) وغیرہ کښې د حشراتو د وژلو والا مشينونه (Insect Killer Machines) لګولے کيږي يا د کرنټ بيټ (Current Bat) اِستعمال کولے شي، دا انداز صحيح نۀ دے۔ پۀ فتاویٰ شامي کښې دي: ملخ، سپګه او لړم (وغيره ځناور)  سوزول مکروهِ تحريمي (حرامو ته نزدې)  دي۔ ([2]) (7): حلال ځناور ذبح کول اګر که تکليف هم دے خو دا هٰغه تکليف دے د کوم چې شريعت اجازت ورکړے دے۔

آيت مبارک

 وَ مَا مِنۡ  دَآبَّۃٍ  فِی الۡاَرۡضِ وَ لَا طٰٓئِرٍ یَّطِیۡرُ  بِجَنَاحَیۡہِ  اِلَّاۤ  اُمَمٌ  اَمۡثَالُکُمۡ ؕ                 

(پارہ:7، سورۀ انعام:38)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او پۀ زمکه ګرځيدونکے يو ساه لرونکے هُم داسې نشته او نۀ پۀ خپلو وزرو الوتونکې کومه مرغۍ شته خو هغوئي ستاسو پۀ شان اُمَّتونه دي۔

د تفسير د عِلم ماهران علمائے کرام فرمائي: د دې آيت يوه معنیٰ ده چې ځناور، مرغۍ وغيره هم ستاسو پۀ شان د الله پاک مخلوق دے، الله پاک دوئي ته رزق ورکوي، پۀ دوئي کښې عدل او انصاف کوي، ځکه پۀ دوئي باندې ظُلم کول او د دوئي پۀ معامله کښې د حد نه اوختل ستاسو د پاره جائز نۀ دي۔ ([3])


 

 



[1]... جنتی زیور، صفحہ:  102 بتغیر قلیل۔ 

[2]... درمختار مع رد المحتار، کتاب الخنثی، باب مَسَائِلُ شَتَّی ، جلد:10، صفحہ:517۔

[3]... تفسیر قرطبی ، پارہ :7، سورۃ الانعام ، زیر آیت: 38، جلد:3، صفحہ:221۔