Janwaron Par Zulm

Book Name:Janwaron Par Zulm

د زده کولو او ښودلو د حلقو جدول

(1): پۀ مختلفو موضوعاتو باندې مختصر بيان: 5 منټه (2): دُعا یادول: 5 منټه (3): [د خپلو اعمالو] جائزه: 5 منټه، ټول وخت: 15 منټه۔

نن به د زده کولو او ښودلو پۀ حلقو کښې پۀ ځناورو باندې ظُلم پۀ موضوع فائده مند معلومات ورکولے شي او د اوده کيدو  پۀ وخت لوستلے کيدونکې دُعا به يادولے شي۔ پۀ اخره کښې به د نيک اعمال رسالې نه اِجتماعي جائزه هم اخستے کيږي۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!

د دُرُود شريف فضيلت

د اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: د الله پاک د رضا د پاره پۀ خپل مينځ کښې محبت کوونکي چې کله ميلاؤ شي او مصافحه وکړي (يعنې لاسونه ميلاؤ کړي) او د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ ذات باندې درود وليږي نو د هغوئي د جُدا کيدو نه مخکښې به د دواړو مخکښيني وروستني ګناهونه اوبخښلے شي۔ ([1])

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب           صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

پۀ ځناورو باندې ظُلم

پۀ ځناورو باندې د ظُلم يو څو مثالونه

ځناور بغير د څۀ وجهې وهل  * يا څۀ قِسمه تکليف ورکول (مثلاً * هغه له واښه، اوبه پوره نۀ ورکول * د طاقت نه ترينه ډير کار اخستل * د يخنۍ او د ګرمۍ نه نۀ بچ کول   * داسې څاروے خرڅوونکي بعضې وخت ګاهک ته د څاروي د ښه والي ښودلو د پاره د هغه غاښونه ماتوي * پۀ وړوکي شان ګاډي کښې ډير ځناور ځائے کول * داسې قصاب د ذبح کولو پۀ وخت څاروي بغير د څۀ وجهې راښکي * د زر يخيدو د پاره يـې د زړۀ رګونه پرې کوي يا ورله


 

 



[1]... مسند ابی یعلیٰ، جلد:3، صفحہ:34، حدیث:2960۔