Book Name:Aala Hazrat Ki Shayri Aur Ishq-e-Rasool

      د دے آيتِ مباركه نه لاندے تفسِير صِراطُ الْجِنان كښے ليكي دي چه د شاعرانو دروغژن او باطل شعرونه ليكل، هغه وئيل، نورو ته اورول او هغه په معاشره كښے رائج كول د ګُمراه خلقو كار دے، د دے نه هغه خلقو ته نصيحت حاصلول پلار دي څوك چه داسے شعرونه ليكي چه په هغے كښے د الله پاك او د نبي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم توهين [يعني بے اَدَبي]، دِينِ اسلام او قرآن پورے د ټوقو كولو او د الله پاك بارګاه كښے د مُقَرَّبو بندګانو [يعني د نبيانو او بزرګانو] په شان كښے د ګُستاخئ كَلِمات وي، هم دغسے بے حيائي، عُرياني او فحاشي باندے مُشتَمله د دے نه علاوه د ښځو او سړو نفساني جذبات رابيدارولو والا الفاظو باندے مشتمله شاعري كوي او د دے سره سره دِ د دے نه هغه خلق هم نصيحت حاصل كړي څوك چه د دوئي بيهوده شاعري اوري، لوَلي او نورو ته ئے اوروي. ( تفسیر صراط الجنان، ۷/۱۷۱)

د چا كلام [يعني شعرونه] لوستل پكار دي

      اميرِ اَهلِسُنَّت حضرت علّامه، مَولانا، ابُو بِلال محمّد اِلياس عطّار قادِري دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه فرمائي چه د كلام [يعني شعر] صحيح اندازه لګول چه دا د شريعت مطابق دي او كه نه، دا صلاحيت هر سړے نه لري، لِـهذا خير په هُم دے كښے دے چه صرف د مُستَنَد عُلَمائے اَهلِسُنَّت كلام اوريدل او لوستل پكار دي، د اُردو كلام د پاره مشورةً عرض كووم [چه د دے عُلَمائےِ كرامو كلام لولئ او اورئ] (1) امامِ اهلسنّت ، مولانا شاہ امام احمد رضاخان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه (2) اُستاذِ زَمَن حضرت مولانا حسن رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه (3) خلیفۂ اعلیٰ حضرت مَدّاحُ الحبیب حضرت مولانا جمیل الرحمٰن رَضَوی رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه (4)