Book Name:Aala Hazrat Ki Shayri Aur Ishq-e-Rasool

نوراني مخ مبارك د دے نه محفوظ دے. ٭ سپوږمئ تندر نيسي خو د خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نوراني مخ مبارك د دے څيزونو نه محفوظه دے. ٭ سپوږمئ سره د عالَمِ اَجسام [يعني د دُنيا والؤ] نظام قائم دے خو د خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نوراني مخ مبارك سره د عالَمِ اِيمان نظام قائم دے. (مرآۃ المناجیح،۸/۶۰ ملخصاً)

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                                                      صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

           اميرِ اَهلِسُنَّت حضرت علّامه، مَولانا، ابُو بِلال محمّد اِلياس عطّار قادِري دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه خپل مايه ناز تصنِيف ”كُفريہ کلمات کے بارے میں سوال كښے ليكي: د اعلٰى حضرت امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ارشاداتو خُلاصه ده چه د جاهلانو نعت ليكونكو شاعرانو كلام [يعني شاعري] بعضے وخت د كُفرياتو نه ډكه وي لِـهذا داسے شاعري لوستونكي محفلِ نعت ته راغوښتل هُم ناجائزه دي، داسے نعت خوانئ ته څوك ليږل هُم حرام دي او داسے كلام [يعني شاعري] اوريدل هم ګناه ده. (کفریہ کلمات کے بارے میں سوال جواب ، ص۲۳۴)

      د دے نه علاوه سيپاره 19 سُوْرَةُ الشُّعَراء كښے اِرشاد كيږي:

وَ الشُّعَرَآءُ یَتَّبِعُهُمُ الْغَاوٗنَؕ(۲۲۴) اَلَمْ تَرَ اَنَّهُمْ فِیْ كُلِّ وَادٍ یَّهِیْمُوْنَۙ(۲۲۵) وَ اَنَّهُمْ یَقُوْلُوْنَ مَا لَا یَفْعَلُوْنَۙ(۲۲۶) ۱۹،الشعراء:۲۲۴تا۲۲۶)

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : او د شاعرانو پيروي ګُمراه خلق كوي، آيا تا نه دي ليدلي چه هغوئي په هره كنده كښے سرګردانه ګرځي. او هغه وائي، څه چه نه كوي.