Book Name:Khush Qismat Kon

اوفرمائيلو: ستاسو [د ځان]، ستاسو د اهل و عيال، مال او اعمالو مثال د هغه كس په شان دے د چا چه درے ورونړه وي، كله چه د هغه د مرګ وخت راشي نو هغه خپل درے واړه ورونړه را اوبلي او يو ته اُووائي: ته زما حالت وينے، دا اوواىه چه ته زما د پاره  څه كولے شے؟ هغه جواب وركړي: زه ستا د پاره دومره كولے شم چه فى الحال ستا تيمارداري [يعني بيمارئ كښے ستا خدمت] اوكړم او ستا سره خوا ته اوسيږم او ستا حاجات او ضرورتونه پوره كړم، كله چه ته وفات شے نو غُسل به دركړم او كفن به در واغوندم او د خلقو سره په شريكه به ستا جنازه اوچته كړم، [داسے] چه كله به زه اوګه وركووم او كله بل كس، چه كله (ستا د خخولو نه) بيرته راشم نو څوك چه ستا په باره كښے تپوس اوكړي هغه ته به ستا صرف ښے خبرے بيانووم. نبـي پاك صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: دا ورور په حقيقت كښے د هغه كس اهل و عيال (يعني كورنئ) ده. د دے فرمائيلو نه پس زمونږه خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صحابه كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان نه تپوس اوكړو: د ده په باره كښے ستاسو څه خيال دے؟ هغوئي عرض اوكړو: مونږه په ده كښے څه خير نه وينو. د هغے نه پس ئے ارشاد اوفرمائيلو: بيا هغه خپل دويم ورور ته اُووائي: ته هُم زما حالت وينے، ته زما د پاره څه كولے شے؟ نو هغه په جواب كښے اُووائي: زه به د هغه وخته پورے ستا مرسته كووم تر څو پورے چه ته ژوندے ئے. څنګه چه ته وفات شے نو زمونږه لارے به جدا جدا شي، ځكه چه ته به قبر ته اورسيږے او زه به دلته په دُنيا كښے پاتے شم. (نبـى كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد اوفرمائيلو:) دا ورور په اصل كښے د هغه كس مال دے، د ده په باره كښے ستاسو څه خيال دے؟ هغوئي عرض اوكړو: يا رَسُولَ الله  صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! مونږه دا هم ښه نه ګنړو. بيا حُضُورِ اكرم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى