Achi Niyat Ka Matlab

Book Name:Achi Niyat Ka Matlab

کړئ! روزانه وخت مقرر کړئ او د دې خانې ډکوئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د ښو نيتونو د عادت سره سره به مو نورې هم ډيرې دِيني او دُنيائي فائدې نصيب کيږي * د نيت اهميت او د دې فضائلو او فائدو نظر ساتئ! * پۀ زړۀ کښې د نيکو حِرص زيات کړئ! پۀ احياء العلوم کښې دي: د اخرت د شوق پۀ برکت سره ښۀ نيتونه کول اسانيږي۔ ([1]) * د هر يو نيک يا جائز کار کولو نه مخکښې د يو څو سيکنډو د پاره ايسار شئ! ښه نيتونه اوکړئ! بيا هٰغه کار اوکړئ! د دې اسانه طريقه دا ده چې د اميرِ اهلِسُنَّت رساله ثواب بڑھانے کے نسخے حاصله کړئ! روزانه د يو يو کار نيت پۀ ذِهن کښې کښينوئ! مثلاً * د خوراک کولو نيتونه پۀ ذِهن کښې کښينوئ! بيا چې ټوله ورځ کله هم خوراک کوئ، پۀ ذِهن کښې د نيتونو د حاضرولو سعادت حاصلوئ! هم داسې روزانه يو يو نيت پۀ ذِهن کښې کښينوئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د بيا بيا مشق سره به مو عادت پوخ شي۔

نوټ: د نيت پۀ باره کښې د نورو معلوماتو د پاره د شيخِ طريقت اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه کتاب * نیکی کی دعوت، صفحه: 108 نه 129 * رساله ثواب بڑھانے کے نسخے او * د مکـتبة الـمدينه کتاب بہارِ نیت ولولئ۔

د ښودلو او زده کولو پۀ حلقو کښې يادولو والا دُعا

پۀ نظره شوي کس باندې لوستلے کيدونکې دُعا

اَللّٰھُمَّ اَذْھِبْ عَنْہُ حَرَّھَا وَبَرْدَھَا وَوَصَبَھَا

ترجمه: اے الله پاکه! د دې (بد نظر) ګرمي، يخني او مصيبت د دۀ نه لرې کړې۔ ([2])


 

 



[1]... احياء علوم الدين ، جلد:4 صفحہ:453، ملخصًا۔

[2]... مستدرک ، کتاب الطب، باب اِذَا رَأَی اَحدُکُم الخ، جلد:5، صفحہ:305، حدیث:7575، مدنی پنج سورہ، صفحہ:219۔