Book Name:Achi Niyat Ka Matlab
د زده کولو او ښودلو د حلقو جدول
(1): پۀ مختلفو موضوعاتو باندې مختصر بيان: 5 منټه (2): دُعا یادول: 5 منټه (3): [د خپلو اعمالو] جائزه: 5 منټه، ټول وخت: 15 منټه۔
نن به د زده کولو او ښودلو پۀ حلقو کښې پۀ 72 نيک اعمال کښې د يو نيک عمل د ښه نيت پۀ باره کښې ګټه ور معلومات درکولے شي او پۀ نظره شوي کس باندې لوستلے کيدونکې دُعا به يادولے شي۔ پۀ اخره کښې به د نيک اعمال رسالې نه اِجتماعي جائزه هم اخستے کيږي۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!
د اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: تاسو خپل مجلسونه پۀ ما باندې پۀ درود لوستلو باندې ښائسته کړئ بے شکه چې ستاسو پۀ ما باندې درود لوستل به د قيامت پۀ ورځ ستاسو د پاره نُور وي۔ ([1])
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
د عبادت اِرادې ته ښه نيت وئيلے شي۔ ([2])
وضاحت: مثلاً زيد اوبه وڅښلې، کتلے به شي چې د اوبو څښلو نه د هغۀ مقصد څۀ وو؟ که دا مقصد وو چې پۀ اوبو څښلو به پۀ عبادت باندې قوت حاصل کړم نو دې ته به ښه نيت وئيلے شي۔ که صرف تنده ماتول يـې مقصد وو نو دا صرف عادت دے۔ هم داسې