Achi Niyat Ka Matlab

Book Name:Achi Niyat Ka Matlab

د هر جائز کار مثلاً:  د خوراک کولو، جامو اغوستو، خوشبوئي لګولو وغيره نه مخکښې پۀ هغې کښې د عبادت اِرادې کولو ته به ښه نيت وئيلے شي۔

نوټ: پۀ هر جائز کار کښې د ښۀ نيت د پاره دوه خبرې ضروري دي: (1): چې زړۀ هٰغه طرف ته متوجه وي: که رَټه کړے شوي لفظونه پۀ ژبه باندې بيان کړے شي او پۀ زړۀ کښې توجه نۀ وي نو دې ته به نيت نۀ وئيلے کيږي۔ (2): د الله پاک د رضا اِراده: يعنې د هٰغه کار مقصد الله پاک راضي کول يا هٰغه کار عبادت جوړول وي۔

آيت مبارک

الله پاک فرمائيلي دي:

وَ مَنْ اَرَادَ الْاٰخِرَةَ وَ سَعٰى لَهَا سَعْیَهَا وَ هُوَ مُؤْمِنٌ فَاُولٰٓىٕكَ كَانَ سَعْیُهُمْ مَّشْكُوْرًا(۱۹)

(پارہ:15، سورۀ بنی اسرائیل:19)

        ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او څوک چې اخرت غواړي او د هغې د پاره داسې کوشش کوي څنګه چې کول پکار دي او ايماندار هُم وي نو هُم دا هٰغه خلق دي د کومو د کوششونو چې به قدر کيږي۔

معلومه شوه چې د عمل قبليدل د دريو څيزونو سره تړلي دي: (1): ایمان (یعنې د عقيدو صحيح کيدل) (2): د اخرت اِرادہ  یعنې ښه نیت (3): عمل پۀ اهتمام سره د هغه د پوره حقونو سره ادا کول۔ ([1])   

د ښه نيت پۀ باره کښې يو څو احکام

(1): هر مُباح کار پۀ ښه نيت سره مُستحب کيږي۔ ([2]) د مُباح تعريف: هٰغه کار د کوم کول، نۀ کول چې برابر وي، د هغې کول نۀ ګناه وي او نۀ ثواب، لکه * خوراک * څښاک           


 

 



[1]... خزائن العرفان ، پارہ  :15، سورۂ بنی اسرائیل تحت الآیت :19۔

[2]... فتاوی رضویہ ، جلد:8، صفحہ:452، بتغیر قلیل ۔