Book Name:Musalman Ke 2 Huqooq
ظالِم ځان: يعنې د خلقو حقونه خوړلو والا خلق. ([1]) د آيت مبارک معنیٰ دا ده چې د قيامت پۀ ورځ باندې چې کله عذاب ته مخامخ کيدل وي، هٰغه وخت که د ظالِم پۀ قبضه کښې د دُنيا ټول دولت، جائيداد وي نو هغۀ به هٰغه ټول دولت او جائيداد ورکولو ته هم تيار شي خو پۀ هٰغه ورځ به فِديه نۀ قبليږي، د ګناهونو او د حق خوړلو سزا به ورکړے کيږي.
د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک
رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: اعمال نامې درې قِسمه دي: (1): اللہ پاک چې کومه نۀ بخښي. دا شِرک دے. (یعنې اعمال نامه پۀ کومه کښې چې شِرک او کُفر درج وي، د هغې پۀ يو شان کښې هم بخښل نشته) (2): هٰغه اعمال نامه کومه چې به الله پاک نۀ پريږي، پۀ هغې کښې د يو بل حقونه خوړل دي، تر څو پورې چې الله پاک د دې فيصله ونکړي، هغه به نۀ معاف کولے کيږي (3): هٰغه اعمال نامه پۀ کومه کښې چې د الله پاک د حقونو ادا کول (مثلاً نـمونځ، روژه وغیرہ) کښې کيدونکې کمۍ درج وي، دا د الله پاک خوښه ده، که غواړي نو معاف به يـې کړي، که غواړي نو سزا به ورکړي. ([2])
مسلمان که زمونږه رشته دار وي او که نۀ وي، که اشنا وي او که نا اشنا، څوک چې مسلمان دے، د هغۀ پۀ مونږ باندې ډير حقونه دي، پۀ کومو کښې چې مونږه درې مخکښې زده کړي دي او دوه به نن زده کوو. راځئ چې وړومبے زده کړے شوي حقونه بيا راياد کړو: (1): عِیَادَۃُ الْمَرِیْضِ: د مریض تپوس کول (2): اِتِّبَاعُ الْجَنَائِز : د جنازې سره