Book Name:Musalman Ke 2 Huqooq
د زده کولو او ښودلو د حلقو جدول
(1): پۀ مختلفو موضوعاتو باندې مختصر بيان: 5 منټه (2): دُعا یادول: 5 منټه (3): [د خپلو اعمالو] جائزه: 5 منټه، ټول وخت: 15 منټه.
نن به د زده کولو او ښودلو پۀ حلقو کښې د مسلمانانو حقونه (قسط دويم) ښودلے شي او د غصې د راتللو پۀ وخت لوستلے کيدونکې دُعا به يادولے شي. پۀ اخره کښې به د نيک اعمال رسالې نه اِجتماعي جائزه هم اخستے کيږي. اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!
د اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: مسلمان چې تر څو پورې پۀ ما باندې دُرُدو شريف لولي فرښتے پۀ هغۀ باندې رحمتونه ليږي، بيا د بنده خوښه ده چې کم لولي او که زيات. ([1])
صَــلُّــوْا عَـلَـی الْـحَــبِـيْــب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
د مسلمانانو دوه حقونه (قِسط دويم)
الله پاک فرمائيلي دي:
وَ لَوْ اَنَّ لِكُلِّ نَفْسٍ ظَلَمَتْ مَا فِی الْاَرْضِ لَافْتَدَتْ بِهٖؕ- (پارہ :11، سورۀ یونس:54)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او پۀ زمکه چې کوم څۀ دي که هر ظالم نفس د دې ټول مالک شي نو هغه به يقيناً د خپل ځان خلاصولو پۀ معاوضه کښې ورکړي.