Book Name:Musalman Ke 2 Huqooq
تلل (3): وَتَشْمِیْتُ الْعَاطِسِ او د انتروشي [يعنې د پرنجي] جواب ورکول.
نور کوم دوه حقونه چې نن زده کول دي نو هغه دا دي:
وړومبے: رَدُّ السَّلامِ يعنې د سلام جواب ورکول
وضاحت: د سلام جواب ورکول واجب دي. يو څو خبرې پۀ ذهن کښې کښينوئ چې *د سلام پۀ جواب کښې که صرف وَعَلَيکُم ووئيلے شو نو پۀ دې باندې به واجب ادا شي *مستحب دا دي چې وَعَلَیْکُمُ السَّلَامْ وَرَحَمَۃُ اللہِ وَبَرَکَاتُہُ ووئيلے شي * د سلام جواب پۀ دومره اواز کښې ورکول چې مخامخ کَس يـې واوري واجب دي * د سلام جواب پۀ ژبه باندې ورکول ضروري دي، صرف د لاس يا د سر پۀ اشاره باندې که جواب ورکړے شو نو واجب به نۀ ادا کيږي * د سلام جواب حق دے، ځکه د هر مسلمان د سلام جواب ورکوئ! ضروري مسئله: بعضې خلق د سلام اخستو [يعنې لاس ميلاوهلو] پۀ وخت راټيټيږي، دا راټيټيدل که د رکوع تر حده پورې وي نو حرام، که د دې نه کم وي نو مکروه دي. ([1])
د سلام او د سلام د جواب صحيح تلفظ: د سلام او د سلام د جواب صحيح تلفظ ياد کړئ! وړومبے يـې زۀ وايم، تاسو يـې راپسې وايئ! اَلسَّلامُ عَلَیکُمْ (اَسْ.سَلا.مُ.عَلَیْ. کُمْ) وَرَحْمَۃُ اللہِ (وَ.رَحْ.مَۃُ. اللہِ) وَبَرَکَاتُہُ (وَ.بَرَ.کَا.تُہُ). اوس وړومبے زۀ جواب وايم، تاسو يـې راپسې وايئ! وَعَلَیکُمُ السَّلام (وَ.عَ. لَیْکُ.مُسْ.سَلام).
دويم حق: یُجِیْبُہُ اِذَا دَعَاہُ يعنې دعوت قبلول
وضاحت: يعنې زمونږه مسلمان ورور چې مونږ له د طعام، اوبو، چائے، دِيني اجتماع وغيره دعوت راکړي نو د هغۀ دعوت قبلول مستحب هم دي او د مسلمانانو پۀ حقونو کښې هم شامل دي. علمائے کرام فرمائي: عام دعوتونه قبلول مستحب دي ([2]) خو د وليمې