Book Name:Ye Duniya Chor Jana Hai
تو اپنی موت کو مت بھول، کر سامان چلنے کا زمیں کی خاک پر سونا ہے، اینٹوں کا سرہانا ہے
جہاں کے شَغْل میں شاغل، خدا کے ذکر سے غافل کرے دعویٰ کہ یہ دنیا، مِرا دائم ٹھکانا ہے
الله پاک دې زمونږه د اخرت فِکر نصيب کړي، کاش چې هديرې ته تلل، د عبرت پۀ نظر قبرونو ته کتل او مرګ يادول مو نصيب شي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: هفته واره اجتماع
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د سُنَّتو پابند جوړيدو او د نيکو د جذبو موندلو د پاره د عاشقانِ رسول د ديني تحريک دعوتِ اِسلامي د ديني ماحول سره خپل تړون نور هم مضبوط کړئ او پۀ ديني کارونو کښې عملي طور شرکت وکړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دې به ډير برکتونه در نصيب شي۔ پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار هفته واره اجتماع هم ده۔ تاسو ته خواست دے * چې پۀ دې هفته واره اجتماع کښې پۀ پابندۍ سره شرکت کوئ! * پۀ ديني اجتماع کښې د کښيناستو او د ذِکر کوونکو خو به خپل څومره ښکلے شان وي خو د حديثِ پاک مطابق څوک چې د دوئي پۀ خوا کښې کښيني، هغۀ هم بدبخته نه پاتې کيږي ([1])
* اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! پۀ هفته واره اجتماع کښې ذِکر کيږي * عِلم دِين زده کيږي * پۀ نيک صحبت کښې کښيناستل او * پۀ جومات کښې وخت تيرول نصيب کيږي * يو اهم برکت دا چې د ديني اجتماع د پاره تلل هم د الله پاک پۀ لاره کښې وَتل دي، چې هفته واره اجتماع ته تشريف راوړئ نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د کور نه د وتلو نه واخله تر واپس تللو پورې به مو ټول وخت د الله پاک پۀ لار کښې شميرلے کيږي۔
* د هر زيارت پۀ ورځ پۀ پابندۍ سره پۀ هفته واره اجتماع کښې د اَوَّل نه تر اخره پورې د شرکت کولو پوخ نيت وکړئ!