Book Name:Ye Duniya Chor Jana Hai
د ګناهونو نه پۀ ډک ژوند کښې ښکاره انقلاب
د کراچۍ (پاکستان) د يو اِسلامي ورور بيان دے: د دعوتِ اِسلامي ديني ماحول ته د راتلو نه مخکښې ما د ګناهونو نه ډک ژوند تيرولو، د دُنيا په مزو کښې مصروف اوسيدل زما معمول وو، د خرابو دوستانو صحبت زۀ خراب کړے ووم، د دوستانو سره به پۀ شريکه ټوله شپه د ګناهونو نه ډکه سلسله روانه وه، يو ځل يو اِسلامي ورور ما ته د ماښام پۀ وخت د نـمونځ کولو دعوت راکړو، پته نه لګي چې د هغوئي پۀ دعوت کښې څۀ اثر وو چې زۀ د هغوئي سره د جومات طرف ته روان شوم، د ماښام نـمونځ مې وکړو، د نـمونځ نه پس يو اِسلامي ورور د فيضانِ سُنَّت نه درس ورکړو، د درس نه فوراً پس اِسلامي وروڼو پۀ هفته واره د سُنَّتو نه پۀ ډکه اجتماع کښې د شرکت کولو تياري شروع کړه۔ يو اِسلامي ورور ماله هم پۀ هفته واره اجتماع کښې د شرکت کولو ترغيب راکړو، د هغۀ انداز دومره ښکلے وو چې زۀ فوراً پۀ اجتماع کښې د شرکت کولو د پاره تيار شوم، بيا ډير زر د اِسلامي وروڼو سره پۀ شريکه عالمي مَدَني مرکز فيضانِ مدينه (کراچۍ) ته ورسيدم، هلته مې د سُنَّتو نه ډک بيان واوريدو، پۀ ذِکرُ الله کښې مصروفه شوم، بيا د ژړا نه ډکه دُعا وکړے شوه۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اِسلامي د هفته وارې اجتماع او د عاشقانِ رسول د صحبت پۀ ما باندې دومره اَثر وشو چې ما د دُعا پۀ وخت پۀ ژړا ژړا د خپلو ګناهونو نه توبه کړه او بيا د پاره مې پۀ نيکو کښې د ژوند تيرولو پوخ نيت وکړو، پۀ ما باندې خوندونه راوريدل، د اجتماع نه د واپس کيدو نه پس ما د نـمونځونو پابندي شروع کړه او د نيکو نه پۀ ډک ژوند تيرولو کښې مصروف شوم۔
دعا ہے یہ تجھ سے دل ایسا لگا دے نہ چھوٹے کبھی بھی خدا دینی ماحول
یقیناً مقدَّر کا وہ ہے سکندر جسے خیر سے مل گیا دینی ماحول
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد