Ye Duniya Chor Jana Hai

Book Name:Ye Duniya Chor Jana Hai

وکړو چې تۀ مرګ پۀ کثرت سره يادوه، هغه به تا د نورو غمونو نه ازاد کړي ([1])  * حضرت دَقَّاق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: څوک چې مرګ پۀ کثرت سره يادوي هغۀ د دريو خبرو پۀ ذريعه باندې عزت بيامومي: (1): د هغۀ د توبې توفيق زر نصيب کيږي (2): هغۀ ته د صبر دولت ميلاؤيږي او (3): پۀ عبادت کښې يـې چستي [چټکتيا] نصيب کيږي۔ نور يـې وفرمائيل: او چا چې مرګ هير کړو نو هغۀ به پۀ دريو خبرو کښې راګيرولے شي:      (1): پۀ توبه کښي پۀ ځنډ [يعنې ليټ] کيدلو (2): د ضرورت مطابق پۀ رزق باندې پۀ نه راضي کيدلو او (3): پۀ عبادت کښې پۀ سستۍ کښې ([2])  * حضرت کَعبُ الاَحبَار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: څوک چې مرګ وپيژني پۀ هغۀ باندې د دُنيا غمونه او مصيبتونه اسان شي ([3]) * او اِمامِ حسن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: چا چې د مرګ ياد پۀ زړۀ کښې دِيره کړو نو د دُنيا ټول مصيبتونه به پۀ هغۀ باندې اسان شي ([4])  * يوې زنانه د اُمُّ المؤمِنِين حضرت عائشه صِدِّيقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها پۀ بارګاه کښې د زړۀ د سختۍ شکايت وکړو نو هغې وفرمائيل: مرګ پۀ کثرت سره يادوه ستا زړۀ به نرم شي ([5]) * حضرت امام حسن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: نبي پاک صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللّٰهُ عَـنْهُ م نه پوښتنه وکړه: آيا تاسو ټول جنَّت ته داخليدل غواړئ؟ هغوئي عرض وکړو: آؤ جي! يا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم !     اوئې فرمائيل: خپل اُميدنه مختصر کړئ! مرګ د سترګو پۀ وړاندې ساتئ او د الله پاک نه د حيا حق ادا کړئ! ([6])

دِلا غافل نہ ہو یکدم، یہ دُنیا چھوڑ جانا ہے                                            بغیچے چھوڑ کر خالی زمیں اندر سمانا ہے


 

 



[1]... موسوعہ ابن ابی الدنیا، الشکر للہ ، جلد:1، صفحہ:520،  حدیث :165۔

[2]... التذکرہ للقرطبی، باب ذکر الموت و الاستعداد لہ، صفحہ:9۔

[3]... حلیۃ الاولیاء، جلد:6، صفحہ:43، رقم:7727۔

[4]... موسوعہ ابن ابی الدنیا، کتاب ذکر الموت، جلد:5، صفحہ:432، حدیث:129۔

[5]... موسوعہ ابن ابی الدنیا، کتاب ذکر الموت، جلد:5، صفحہ:442، حدیث:156۔

[6]... الزھد لابن المبارک، باب الہرب من الخطایا والذنوب، صفحہ:126، حدیث:317۔