Book Name:Ye Duniya Chor Jana Hai
دفن کيدو پۀ وخت نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د قبر پۀ غاړه باندې تشريف فرما شو او پۀ سلګو سلګو يـې وژړل، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دومره وژړل چې د قبر خاوره لمده شوه۔ بيا يـې وفرمائيل: لِمِثْلِ هٰذَا فَاَعِدُّوْا يعنې دې د پاره تياري وکړئ۔۔۔! ([1])
نیکیاں کر جلد تُو بدیوں سے بھاگ قبر میں ورنہ بھڑک اُٹھے گی آگ
مرګ ياد ساتئ!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا دُنيا د اخرت د تياري د پاره خاص ده، مونږ له پکار دي چې مرګ ياد ساتو، د اخرت فِکر اختيار کړو او پۀ نيکو کښې زړۀ ولګوو۔ يو کار دے، که هغه مونږ وکړو نو کيدے شي چې زمونږه ټولې مسئلې حل شي او هغۀ يو کار دے: د مرګ ياد۔ مونږ چې کله قبر هير کړو نو پۀ زړۀ باندې مو غفلت راخور شي * هُم قبر هيروونکي تکبر کوي * هُم قبر هيروونکي پۀ ځان خوښۍ کښې اخته کيږي * هُم قبر هيروونکي نـمونځونه قضا کوي * هُم قبر هيروونکي ګناهونه کوي * هُم قبر هيروونکي د نيکو نه لرې اوسي * هُم قبر هيروونکي دوکه کوي، پۀ جنګ جګړو او د دُنيا پۀ جنجالونو کښې انخلي، که مونږه قبر ياد وساتو، مرګ رايادوو، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! پۀ نيک مسلمان جوړيدو کښې به کامياب شو۔ ځکه د مرګ د يادولو عادت جوړ کړئ! مرګ پۀ تصور کښې راولئ!
* د حضرت اَنَس بن مالِک رَضِىَ اللّٰهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې نبي پاک، صاحبِ لولاک صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: مرګ پۀ کثرت سره يادوئ ځکه چې هغه ګناهونه ختموي او د دُنيا نه بے رعبتي پيدا کوي ([2]) * حضرت سفيان ثَوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: مونږ ته يو بزرګ دا خبره وکړه چې رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يو کَس ته نصيحت