Book Name:Ye Duniya Chor Jana Hai
پۀ يوه تخته باندې يـې دا شعرونه وليدل:
اَیُّہَا الْمَاشِیْ بَیْنَ ھٰذِی الْقُبُوْرِ غَافِلًا عَنْ مُعَقَّبَاتِ الْاُمُوْرِ
اُدْنُ مِنِّیْ أُنْبِیْکَ عَنِّیْ وَلَا یُنْ بِیکَ عَنِّیْ یَا صَاحِ مِثْلَ خَبِیْرٍ
اَنَا مَیِّتٌ کَمَا تَرَانِیْ طَرِیْحٌ بَیْنَ اَطْبَاقِ جُنْدَلٍ وَّ صَخُوْرٍ
اَنَا فِیْ بَیْتِ غُرْبَۃٍ وَ اِنْفِرَادٍ مَعْ قُرْبِیْ مِنْ جِیْرَتِیْ وَعَشِیْرِی
لَیْسَ لِیْ فِیْہِ مُؤْنِسٌ غَیْرَ سَعْیِ مِنْ صَلَاحٍ سَعَیْتُہ، اَوْ فُجُورٍ
فَکَذَا اَنْتَ فَاعْتَبِرْ بِیْ وَاِلَّا صِرْتَ مِثْلِیْ رَہِیْنٌ یَوْمَ النُّشُوْرِ
ترجمه: * اے د اخرت د چارو نه غافله او د دې قبرونو ترمينځه ګرځيدونکيه! * ما ته رانزدې شۀ! چې زۀ تا د خپلو حالاتو نه خبر کړم، زما نه به بهتر د خپلو حالاتو نه تا څوک خبر نکړے شي * زۀ مړ يم لکه څنګه چې تۀ ګورې، زۀ پۀ يو وران ويجاړ ميدان کښې اچولے شوے يم * د خپلو ګاؤنډيانو او د کور والؤ باوجود زۀ پۀ دې وران ويجاړ کور کښې يواځې يم * د نيکو او د ګناهونو نه علاوه پۀ قبر کښې زما سره هيڅ نشته * دغه شان به تا هم د قيامت د ورځې د پاره دلته ايښودے شي، ځکه زما نه عبرت واخله، ګنې نو ستا حال به هم زما پۀ شان وي۔ ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا نصيحتونه دي، زمونږ د پاره دي، څومره رښتيا خبرې دي: * آؤ! آؤ! زمونږ سره وخت ډير کم پاتې دے * آه! ډير زر به د مرګ فرښته راشي، زمونږه ټول ارمانونه، ټول خواهشونه، محلونه، بنګلې، کورونه، ټول شهرت، ټولې تمغې، لوئي لوئي ډګرياني، هر څۀ به دلته پاتې شي او مونږ به د خپل غفلت سره قبر ته