Book Name:Qurani Talimat Sikhiye Aur Amal Kijiye

خو عوام، عُلماء هُم د تفسير مُحتاجه دي] او كه د خپل عقل نه كار واخلو نو د شيطان په دوكه كښې به راشو او په قُرآنِ كريم باندې د عمل كولو په ځائے به مو شيطان دوزخ ته اورسوي، په دې وجه د عاشِقانِ رسول عُلمائے كرامو نه كومو ته چې الله پاك د قُرآنِ كريم علم او پوهه وركړې ده، د هغوئي نه په تپوس کولو په قُرآنِ كريم باندې عمل كول دي. الله پاك دِ مونږ ټولو ته د عمل كولو توفيق راعطا كړي.      اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 

فيضانِ قُرآن او دعوتِ اسلامي

    اے عاشِقانِ رسول! اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! په دې دور كښې د عاشقانِ رسول ديني تحريك دعوتِ اسلامي په ټوله دُنيا كښې د سُنتو پيغام عام كوي،  د الله پاك په فضل و كرم سره دعوتِ اسلامي مونږ ته قُرآنِ كريم لوستل زده كوي، دعوتِ اسلامي مونږ ته په قُرآنِ كريم باندې د ځان پوهه كولو ذرائع راكړي دي. د مثال په طور تاسو په قُرآنِ كريم باندې ځان پوهه كول غواړئ نو * د د عوتِ اسلامي تحت په ملك کښې او بهر ملكونو كښې موجودو جامعاتُ المَدينه كښې په يوه نِزدے جامعةُ المَدينه كښې داخله واخلئ، درسِ نِظامي يعنې عالِم كورس اوكړئ، اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم! په قُرآنِ كريم به پوهه شئ او د دې سره سره به د بُخارى شريف، مُسلم شريف، فتاوٰى شامي، اِحىاءُ العُلوم، فتاوٰى رضويه شريف وغيره د علمِ دِين د غټو غټو كتابونه لوستونكي جوړ شئ او نورو ته ورزده كوونكي به هم جوړ شئ * كه په څه وجه په جامعةُ المَدينه كښې داخله نه شئ اخستے نو آن لائن جامعةُ المَدينه كښې داخله واخلئ، په كور كښې به درسِ نِظامي  اوكړئ، * دغسې آن لائن قُرآنِ مجيد، ترجمه و تفسير كورس كښې داخله واخلئ * د دعوتِ اسلامي اشاعتي ادارے مكتبةُ المَدينه نه ترجمے والا قُرآن کَنْزُ الْاِیْمان، کَنْزُ الْعِرْفَان، تفسیر خَزائنُ