Book Name:Qurani Talimat Sikhiye Aur Amal Kijiye

ګورنر به هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته خط ليكلو چې: جنابِ عالي! د زكوٰة مال جمع شوے دے خو داسې يو غريب نه موندلے کيږي چې هغه ته زكوٰة وركړو.

    اے عاشِقانِ رسول! غور اوكړئ! چرته د 150 كالو موده او چرته صرف 30 مياشتې....! خو نتيجه اوګورئ! دلته په 150 كالو كښې د دُنيا د غټو غټو فلسفيانو جوړ كړي نِظام غُربَت ختمول خو لرې خبره ده، غُربَت ئې كم هُم نه كړو او هلته چې حضرت عُمر بِن عبدُ العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه صرف په 30 مياشتو كښې د الله پاك ښودلے شوے پاك نِظام نافِذ كړو نو غُربَت ختم شو. دا دے د قُرآنِ كريم بركت....! معلومه شوه چې د انسان د ترقئ او كاميابئ صرف يوه لاره ده او هغه ده په قُرآنِ كريم باندې په صحيح معنو عمل كول. خو افسوس! مونږه قُرآنِ كريم په غلاف كښې انغښتے او په المَارئ كښې مو اوچت ايښودے دے، د قُرآنِ كريم ادب كول ښه كار دے خو د قُرآنِ كريم تلاوت كول، په دې باندې ځان پوهه كول او عمل كول هم ضروري دي، افسوس! دا پاك كلام قُرآنِ كريم چې د دواړو جهانو د كاميابئ پيغام ئې راوړے دے، مونږه د الله پاك د دې كلام نه مخ اړولے دے...!  

د قُرآنِ كريم په يو آيت باندې د عمل كولو بركت

      حضرت فُضَيل بِن عياض رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه لوئ ولِـىُّ الله تير شوے دے، د توبه كولو نه مخكښې  هغوئي ډير لوئ او خوفناك ډاكو وو، خلق به د هغوئي د نوم نه ويريدل، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه صرف د قرآنِ مجيد په يو آيتِ مبارَكه باندې عمل اوكړو، [هغه داسې چې] يوه ورځ هغوئي د يوے قافلے طرف ته ورمخكښې شو، په قافله كښې يو كس د قرآنِ مجيد تلاوت كولو، هغه د سيپاره 27، سورۀ حديد آيت نمبر 16 لوستلو: