Book Name:Qurani Talimat Sikhiye Aur Amal Kijiye

لَنْ  تَنَالُوا  الْبِرَّ  حَتّٰى  تُنْفِقُوْا  مِمَّا  تُحِبُّوْنَ  ﱟ    (پارہ4،سورۃآل عمران:92)

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان: تاسو به هيڅ كله نيكئ ته اونه رسئ تر څو پورې چې د الله په لاره كښې خپل خوښ څيز خرچ نه كړئ.

      نو حضرت اَبُو طَلحه رَضِیَ الله عَنْهُ د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې حاضر شو او عرض ئې اوكړو: يا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! زما په خپل مال کښې بَيرُحاء باغ د ټولو نه زيات خوښ دے، زه دا باغ د الله پاك په لاره كښې صدقه كووم.[1]

خپل آوازونه ټيټ ساتئ...!

   دغه شان الله پاك په سُوْرَۀ حُجُرَات كښې د خپل محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دربارِ عاليشان ادب بيانوي، فرمائي:

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَرْفَعُوْۤا اَصْوَاتَكُمْ فَوْقَ صَوْتِ النَّبِیِّ   (پارہ26،سورۃالحجرات:2)

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان: اے اِيمان والؤ! خپل آوازونه مه اوچتوئ د هغه غىب بيانوونكي (نبـي) د آواز نه.

    په رواياتو كښې دي: چې كله دا آيتِ كريمه نازل شو نو صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې په ډير ټيټ آواز سره د خبرو كولو معمول جوړ كړو، د مسلمانانو وړومبي خليفه اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن، حضرت ابُوبكر صِدِّيق رَضِیَ الله عَنْهُ هغه وخت قَسم اوكړو چې زه به آئنده د حُضُورِ اَكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خوا كښې د سرګوشئ په انداز كښې [يعنې پټې] خبرې كووم،[2] او د مسلمانانو د دويم خليفه اَمِیْرُ


 

 



[1]...بخاری، کتاب:التفسیر، باب:ال عمران، صفحہ:1117، حدیث:4554ملتقطاً۔

[2]...کنز العمال، کتاب:الاذکار، فصل:التفسیر سورۃ الحجرات، جلد:1، صفحہ:214، جز:2، حدیث:4604۔