Book Name:Ikhtiarat E Mustafa
مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم “ اِنْ شَــآءالـلّٰـه په دې کښي به مونږه ډيرې ښکلې ښکلې خبرې اورو۔
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
د حضرتِ سَيِّدُنا عبدُالله اِبنِ عُمَر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُمَا نه رِوايت دے چې مونږه د دواړو جهانو د سردار مَکِّـي مَدَني مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په دربار کښي حاضر وو چې د قبيلۀ بنه سُلَيم يو کس سَمسَره ښکار کړي وه او په خپل لِستونړي کښې ئې پټه کړي وه او په هغه ځائے تيريدلو ، هغه چې زمونږ ګنړه اوليدله نو تپوس ئې اوکرو چې دا خلق څوک دي؟ نو هغه ته چا اُووئيل چې دا د هغه کس مجلِس دے چې هغه ځان ته د الله رسول وائي۔ هغه چې دا واوريدل نو د خپلې سوَرلئ نه کُوز شو او د خلقو په مينځ کښې ورتير شو او د الله پاک آخري رسول مُحَمَّدِ عَـرَبِـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته ئې بد رد وئيل شروع کړل۔ حضرت عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ چې د هغه دا ګُستاخي اوليدله نو عرض ئې اوکړو : يا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! اجازت راکړئ چې سر ترينه کټ کړم۔ خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد اُوفرمائيل : اے عُمَره! آيا تا ته نه ده معلومه چې حِلم و درګُزر [يعني نرمي او معاف کول] د نُبُوَّت د اوصافو نه دي ، بيا خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغه طرف ته مُتَوَجِّه شولو نو هغه اُووئيل : په لات او عُزّیٰ (بُتانو) مې دِ قَسَم وي! زه به په تاسو ايمان نه راوړم۔ خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ورته اُوفرمائيل : اے اَعرابي! ته چا او کومې خبرې دې خبرې ته را اُوپارولې