Book Name:Aala Hazrat Ki Shayri Aur Ishq-e-Rasool

هغے مثال نشته، راځئ! چه د دے يو څو مثالونه واورو:

    (١) عمومًا شاعران حضرات د سپوږمئ د حُسن خبرے خو كوي خو د هغے داغونه نه بيانوي، اعلٰى حضرت رَحْمَةُاللّٰهِ  تعالٰى  عَلَيْه د عشق په رنګ كښے بيان كړي دي چه په سپوږمئ كښے داغونه ولے دي؟ چنانچه فرمائي:

برقِ اَنگُشْتِ نبی چمکی تھی اُس پر ایک بار

آج تک ہے سِینۂ مہ میں نشان ِ سوختہ

(حدائقِ بخشش، ص۱۳۶)

     يعني د سركارِ مدينه صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مبارك لاس د يوے نوراني ګوتے يو څرك يو ځل په سپوږمئ شوے وو نو د سپوږمئ په سينه باندے د سوزيدلو هغه نښه نن هُم موجوده ده،

     (٢) بيا په يو بل شعر كښے سپوږمئ ته د داغ ختمولو طريقه هم ښائي، چنانچه د معراج شريف په بيان كښے فرمائي:

سِتَم کِیا کیسی مَت کٹی تھی قمر! وہ خاک اُن کے رہ گُزر کی

اُٹھا نہ لایا کہ مَلتے مَلتے یہ داغ سب دیکھتا مٹے تھے

(حدائقِ بخشش، ص۲۳۲)

     يعني اے سپوږمئ! ستا عقل چرته تلے وو چه په ځان دِ دومره ظلم اوكړو چه كله د معراج په شپه خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د آسمانونو سيل كولو د پاره تشريف راوړے وو نو د هغوئي د لارے خاوره به دِ راخستي وے او په خپلو داغونو به دِ مږلے وے. د هغه