Book Name:Khush Qismat Kon

اوفرمائيل: تاسو ته مبارك شه، ما د نبـى كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه دا فرمان اوريدلے دے چه د قيامت په ورځ به د بعضو خلقو د پاره د عرش نه چاپيره كرسئ كيښودے شي، د هغوئي مخونه به د څوارلسمے د سپوږمئ په شان روښانه وي، خلق به په انديښنه كښے وي، او هغوئي ته به هيڅ پريشاني نه وي، خلق به په ويره كښے وي، هغوئي ته به هيڅ ويره نه وي. هغوئي د ربِّ كريم دوستان دي چه هغوئي ته نه څه انديښنه شته او نه څه غم. عرض اوكړے شو: يا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! دا كوم خلق دي؟ ارشاد ئے اوفرمائيلو: ھُـمُ الْـمُتَـحَـابُّـوْنَ فِــی الـلّٰـہِ  يعني د الله پاك د رضا د پاره په خپل مينځ كښے محبت كوونكي.     (قوت القلوب،الفصل الرابع و الاربعون فی کتاب الاخوۃ فی اللہ تبارک و تعالی الخ،۲/۳۶۴)

     اے عاشقانِ رسول! څومره خوش قِسمته دي هغه خلق چه صرف د الله د رضا د پاره يو بل سره محبت كوي، څومره خوش قِسمته دي هغه خلق چه د الله پاك د رضامندئ د پاره يو بل سره ملاقات كوي، څومره خوش قِسمته دي هغه خلق چه صرف د الله تعالٰى د رضا د پاره يو بل ته د نيكئ دعوت وركوي، څومره خوش قِسمته دي هغه خلق چه صرف د الله پاك د رضا د پاره خلق د ګناهونو نه بچ كوي. خو افسوس! نن صبا مسلمانان. په وړه وړه خبره يو بل سره شر فساد كوي ٭ نن مسلمانان خپل مينځ كښے د قوم پرستئ او تعصُّب په وجه جګړے كوي ٭ که ګاهك او دُكاندار دے، كه ډاكټر دے او كه مريض دے، كه خواښے او هِنګور دي، كه مزدور او ټيكه دار دے، كه ګاونډيان دي خو ټول يو بل سره په جګړو او فساد او د يو بل په غيبت او چُغلئ كښے اخته دي ٭ تر دے چه بعضے د دِين پوهه لرونكي او د نيكئ دعوت وركوونكي هُم خپل مينځ كښے په وړه