Aulad ke 3 Huqooq Qist 03

Book Name:Aulad ke 3 Huqooq Qist 03

صفا کيدے شي۔ پۀ حديثِ پاک کښې دي: د کمې خرچې والا نِکاح برکتي ده۔

دوهرائي

نن مونږه د اولاد درې حقونه زده کړي دي، پۀ ذِهن کښې يـې کښينوئ: (1): پۀ اولاد کښې انصاف کول (2): نفقه پوره کول  (3): پۀ ښه رشته ميلاؤيدو باندې يـې واده کول۔

د ښودلو او زده کولو پۀ حلقو کښې يادولو والا دُعا

د اوده کيدو پۀ وخت لوستونکې دُعا

اَللّٰھُمَّ بِاسْمِکَ اَمُوْتُ وَاَحْیَا

ترجمه: اے الله پاکه! زۀ ستا پۀ نوم سره مړ کيږم او راژوندے کيږم (يعنې اودۀ کيږم او رابيداريږم)۔ ([1])

د اِجتماعي جائزې طریقه (72 نیک اعمال)

د روزانه 56 نیک اعمال:

(1): آيا ښه ښه نيتونه مو کړي؟ (2): آيا پينځه واړه نـمونځونه مو د جَمعې سره ادا کړي؟ (3): آيا د هر نـمونځ نه مخکښې مو د نـمونځ دعوت ورکړے؟ (4): آيا د شپې مو سُوْرَةُ الْمُلْک لوستلے يا اوريدلے؟ (5): آيا د هر نـمونځ نه پس مو آية الـکرسي، تسبيحِ فاطمه، سُورَة الاِخلاص لوستلے؟ (6): آيا د کنزُ الايمان نه مو 3  آیتونه یا مو د صِراطُ الـجنان نه 2 صفحې د ترجمې او تفسير سره لوستلي يا اوريدلي؟ (7): آيا د شجرې اوراد مو لوستلي؟ (8): آيا 313 کرته مو دُرُود شریف لوستلے؟ (9): آيا سترګې مو د ګناهونو نه بچ ساتلي؟


 

 



[1]... بخاری ، کتاب  الدعوات ، باب وضع الید  الیمنی تحت الخد الایمن ، صفحہ:1560، حدیث:6314۔