Aulad ke 3 Huqooq Qist 03

Book Name:Aulad ke 3 Huqooq Qist 03

دے، پۀ دې کښې ستاسو اِمتحان دے، کتلے کيږي به چې د دوئي پۀ معامله کښې د الله پاک د احکامو څومره حفاظت کوئ۔ ([1])

د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک

د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان دے: څوک چې د خپلو بچو د ضرورت پوره کولو د پاره د کوره (د کسب د پاره) اووتو هغه د خدائے په لاره کښې دے۔([2])

د اولاد درې حقونه

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د اولاد ډير زيات حقونه دي، پۀ کومو کښې چې يو څو حقونه مونږه مخکښې زده کړي دي، درې به نن زده کوو۔ راځئ چې وړومبے د زده کړے شوو حقونو دوهرائي وکړو: (1): د ښې مور انتخاب (د تربيت شروع د مور د غېږې نه کيږي، مور چې څومره ښه وي هومره به د اولاد تربيت هُم ښۀ کيږي) (2): د ماشوم پۀ غوږ کښې اذان کول (3): تحنیک (ګهټي ورکول) (4): د ماشوم ښۀ نوم کيښودل (5): عقيقه کول (6):ښه تربيت کول۔

نور درې حقونه کوم چې نن زده کول دي:

وړومبے حق: پۀ اولاد کښې برابري کول

وضاحت: پۀ حديثِ پاک کښې فرمائيلے شوي دي: د الله نه ويريږئ او پۀ خپل اولاد کښې اِنصاف وکړئ۔۔۔!! ([3])


 

 



[1]... تفسیر نسفی ، پارہ :9، سورۂ انفا ل، جلد:1 تحت الآیت :28۔

[2]...معجم  کبیر ،جلد:19،صفحہ:129،حدیث:282،ملخصًا،مکتبۃ ابن تیمیہ۔

[3]... مسلم ، کتاب الھبات ، باب کراھۃ تفضیل بعض الاولاد فی الھبۃ ، صفحہ:632، حدیث:1623۔