Book Name:Musalman Ke 3 Huqooq
دي: د هر مسلمان د زړه نه ښيګړه غوښتل په هر مسلمان فرض دي او په مال يا اعمالو سره مدد کول فرضِ کفايه دي. مثلاً يو مسلمان سخت پرېشانه دے، د چا نه چې کيږي، د هغه مدد دې اوکړي، د وس لرلو باوجود يـې که هيچا هُم مدد ونکړو نو ټول به ګنهګار وي.([1]) د زړه نه د ښيګړې غوښتلو مثالونه: * د مسلمان ورور ترقي او کاميابي غوښتل * دا خواهش لرل چې هغه ته څه نقصان ونه رسيږي * د هغه دپاره د دنيا او آخرت ښېګړې غوښتل وغيره. اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: د حاجت په وخت د مسلمانانو وروڼو دپاره دعا هر يو ته کول پکار دي.([2]) په مال او اعمالو سره د ښيګړې غوښتلو مثالونه: * وږي ته خوراک ورکول * غريب ته غله ورکول * جائز سفارش کول *د مظلوم مدد کول * د [مسلمان د] غيبت، چغلۍ، دوکه ورکو وغيره نه ځان ساتل *د معذورانو، بې وسو په کار راتلل وغيره. په حديث پاک کښې دي: څوک چې د خپل (مسلمان) ورور حاجت پوره کولو کښې لګيا وي، الله پاک د هغه حاجتونه پوره کوي.([3])
وضاحت: مسلمان ته ناحقه تکليف ورکول ګناهِ کبيره، حرام او جهنم ته بو تلونکے کار دے. ([4]) په حديثِ پاک کښې دي: مَنْ آذىٰ مُسْلِمًا فَقَدْ آذَانِي ، وَمَنْ آذَانِي فَقَدْ آذىٰ اللَّهَ يعنې چا چې کوم مسلمان ته تکليف ورسوو، هغه ما ته تکليف راکړو او چا چې ما ته تکليف راکړو هغه الله پاک ته تکليف ورسوو (يعنې الله پاک يې غضبناک کړو). ([5]) د تکليف رسولو مثالونه: * نوم خرابول * غصب (يعنې د نورو څيزونه قبضه کول) * لارې بندول