Musalman Ke 3 Huqooq

Book Name:Musalman Ke 3 Huqooq

حق خوړلو ته ظلم وائي.([1]) په آيتِ کريمه کښې د قدرت قانون بيان شوے دے چې څوک ظلم کوي، الله پاک هغه نيسي او د الله پاک نيول ډير سخت او دردناکه وي.  ([2])

د خوږ مصطفیٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان دے:

      چا چې په خپل (مسلمان) ورور ظلم کړے وي، مثلاً د هغه بې عزتي وغيره يې کړې وي، هغه دې هُم نن حق حلال کړي (يعنې معافي تلافي دې اوکړي)، د هغې ورځې د راتلو نه مخکښې چې کله به درهم او دينار نه وي، په هغه ورځ به د ظلم بدله په نېکو سره اخيستے شي، که نېکۍ نه وې نو د مظلوم ګناهونه به د ظالم (يعنې حق خوړونکي) په سر واچولے شي. ([3])

د مسلمانانو 3 حقونه:

      د حقونو په صحيح وخت ادا کول په معاشره کښې حُسن [ښکلا] راولي، که مالدار وي او که غريب، که تور وي او که سپين، څوک چې مسلمان دے، د هغه په مونږ باندې ډير حقونه دي، 5 حقونه مونږ مخکښې زده کړي دي، 3 به نن زده کوو. راځئ! چې مخکښې زده کړي حقوق تکرار کړو: (1): عِیَادَۃُ الْمَرِیْضِ د مريض پوښتنه کول (2): اِتِّبَاعُ الْجَنَائِزِ د جنازې نمونځ کول (3): تَشْمِیْتُ الْعَاطِسِ د پرنجي جواب ورکول (4): رَدُّ السَّلامِ د سلام جواب ورکول (5): اِجَابَۃُ الدَّعْوَۃِ دعوت قبلول.

نور 3 حقونه کوم چې نن زده کول دي هغه دا دي:

وړومبے حق: خير خواهي کول

وضاحت: د خيرخواهۍ مطلب دے: د چا ښېګړه غوښتل. په فتاویٰ رضويه شريف کښې


 

 



[1]...مرآۃ المناجیح ،جلد:6،صفحہ:669،بتغیر قلیل ۔

[2]...تفسیر کبیر ،پارہ:12،سورۂ ھود،تحت الآیت :102،صفحہ:396،خلاصۃً۔

[3]...بخاری ،کتاب المظالم والغصب،باب من كانت لہ مظلمۃعند الرجل فحللھالہ...الخ ،صفحہ:631،حدیث:2449۔