Bachon Ki Tarbiyat Kaise Karen?

Book Name:Bachon Ki Tarbiyat Kaise Karen?

ماشومتوب نه د اخرت فِکر کولو والا جوړ کړئ، نو بيا به هغوئي د اخرت تياري پۀ صحيح طريقه کولے شي. پۀ دې باره کښې د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم عمل مبارک ته وګورئ! د حضرت راشِد بن سعد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه روايت دے چې رسولِ عربي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: خپل دليل زده کړئ! ځکه چې ستاسو نه به پوښتنه کولے شي. د دې فرمان داسې اثر وشو چې پۀ انصارو کښې چې به کله د چا مرګ رانزدې کيدلو نو هغوئي به هغۀ ته د نکيرين د سوالونو جوابونه ښودل او ماشوم به چې يـې کله څۀ پۀ ښه بد پوهه شو نو هغۀ ته به يـې هم وئيل چې کله ستا نه پوښتنه وکړے شي: ستا رَبّ څوک دے؟ نو وايه: زما رَبّ الله پاک دے. چې کله پوښتنه وکړے شي: ستا دِين څۀ دے؟ نو وايه: زما دِين اِسلام دے او چې کله دا پوښتنه وکړے شي چې ستا نبي څوک دے؟ نو وايه: زما نبي مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے. ([1])

دا هم ايمان ښودل دي، بچي ته هُم د شروع نه د الله پاک نوم ښايئ، خپل دِين ورته هم زده کوئ، د خوږ اخري نبي، مُحَمَّد عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ باره کښې هم ورته ښايئ، بيا د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم دې عمل مبارک ته هم وګورئ! د هغوئي سره به د خپلو بچو د قبر ښه کولو څنګه فِکر وو. نن سبا زمونږ سره د بچو د دنيائي مستقبل د ښه کولو فِکر وي، مستقبل هم هغه چې پته نۀ لګي نصيب کيږي به يـې او که نۀ، آؤ جي! سبا چا ليدلے دے، پۀ مرګ څۀ اعتبار...!! څۀ پته لګي چې سبا راځي که نن راځي. ځکه د بچو د اخرت ښه کولو پۀ باره کښې هم تربيت پکار دے. مونږه د بچو د دُنيا ښه کولو فِکر


 

 



[1]... تفسیر درِّ منثور ، پارہ:13 ، سورۂ ابراہیم ، زیرِ آیت:27، جلد:5 ، صفحہ:38۔