Bachon Ki Tarbiyat Kaise Karen?

Book Name:Bachon Ki Tarbiyat Kaise Karen?

حسنينِ کريمين رَضِىَ اللهُ عَـنْهما دواړه لا واړه ماشومان وو، د هغوئي نه چې هٰغه څيز واخستے شو نو دواړه پۀ ژړا شول او پۀ ژړا ژړا بارګاهِ رسالت ته حاضر شول. نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يو صحابي له هٰغه سپين زر ورکړل او حکم يـې وکړو: دا خرڅ کړه او د دې پۀ بدله کښې د فاطمه د پاره د لرګي نه جوړ يو هار واخله او راوړه! بے شکه دا زما اهلِ بيت دي، زۀ دا نۀ خوښووم چې دوئي خپل نعمتونه هُم پۀ دُنيا کښې استعمال کړي.

سُبْحٰنَ اللہ! څومره اوچت شان دے زمونږ د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ...!!

او زمونږ حال دا دے چې ماشومانو له په لاس کښې موبائل ورکړو، هغوئي چې څه غواړي پکښې ګوري او مونږ وايو خير دے ماشوم دے که موبائل ترې اخلو نو بيا به ژاړي او د دې خبرې هيڅ پرواه نه کوو چې د دې ماشومانو ذهنونه به خراب شي، تر بيت به يـې خراب شي!!!!

    الله! الله! اوګورئ! زمونږه خپلو بچو سره دومره محبت نه وي څومره چې د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حسنين کريمين سره وو، هغوئي دواړه شهزادګان، چې د هغوئي د سترګو اوښکې د اسمان فرښتې هُم نه شي برداشت کولے، دواړه شهزادګان ژاړي، خو د دې باوجود ترې حضور نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سپينو زرو هغه څيز واخستلو او څه يـې وفرمائيل: زۀ دا نۀ خوښووم چې دوئي خپل نعمتونه هُم پۀ دُنيا کښې استعمال کړي.

سُبْحٰنَ اللہ! دا هٰغه تربيت دے کوم چې د دې شهزادګانو پۀ سيرت کښې ښکاريدو، مونږ ته معلومه ده چې د کربلا پۀ ميدان کښې يو طرف ته شهادت وو، بل طرف ته تاج او تخت او حکومت، د دُنيا مال او دولت وغيره هر څۀ وو،