Bachon Ki Tarbiyat Kaise Karen?

Book Name:Bachon Ki Tarbiyat Kaise Karen?

زما خيال خو دا دے چې کله سحر هغۀ پۀ خر باندې ناست شوے وي او د پټو طرف ته ځي، غوئي د هغۀ نه مخکښې او سپے پۀ هغۀ پسې وروستو وي، قرآن لوستل خو هغۀ له نۀ ورځي ځکه به هغۀ ځان سره څۀ [سندره وغيره] وئيله، پۀ دې کښې به تۀ د هغۀ مخې له راغلے يـې. هغۀ به دا ګڼلې وي چې دا غوا ده او ستا سر به يـې پۀ څۀ څيز باندې وهلے وي، شُکر اوباسه چې ستا سر يـې نۀ دے مات کړے. ([1])

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! الله پاک دې مونږه د داسې رسوايۍ نه وساتي، بهر حال نتيجه عموماً هم دغه وي، کوم خلق چې خپلو بچو ته * دِيني تعليم نۀ ورکوي * قرآن ورته نۀ ښائي * حديثونه ورته نۀ ښائي * د فرض علومو نۀ يـې منع کوي، عموماً د هغوئي حال هم دغه شان وي * اولاد يـې خراب شي * بيا هٰغه اولاد د کوم پۀ تعليم باندې چې يـې شپه او ورځ پۀ لکونو روپۍ لګولې وي، هغوئي مور او پلار ته جَټ جاهل وائي او پيغورونه ورکوي. ځکه مونږ ته دا فکر کول پکار دي چې خپل اولاد ته قرآن وښايو، حديثونه وښايو، دِيني تعليم ورکړو.

دا به څنګه کيږي؟ نو اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د پريشانۍ څۀ خبره ده، دعوتِ اِسلامي شته کنه. * ماشومان پۀ مدرسـة الـمدينه کښې داخل کړئ، عصري تعليم او ديني تعليم دواړه به حاصل کړي * بيا يـې پۀ جامـعة الـمدينه کښې داخل کړئ، ماشوم به قرآن زده کړي، حديثونه به لولي، عِلمِ دِين به زده کوي اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! پۀ دُنيا کښې به فرمانبرداره او پۀ اخرت کښې به د کاميابۍ ذريعه جوړه شي.


 

 



[1]... تنبیہ الغافلین، باب حق الولد علی الوالد ، صفحہ:69-70۔۔