Share this link via
Personality Websites!
پورې عشق وو بلکې دا وئيل به هم صحيح وي چې هغوئي د فَنَا فِی الرَّسُول پۀ اعلیٰ منصب باندې وو، ذِکرِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغوئي د شپې ورځې مشغولتيا وه، اکثر به يـې د زيارت د پاره د راتلونکو نه پوښتنه کوله چې تاسو نعت شريف وايئ؟ که هغۀ به آؤ وکړو نو د هغۀ نه به يـې نعت شريف اوريدو او ښه خوند به يـې ترينه اخستو. ډير ځل به يـې د نعتِ پاک پۀ اوريدو د سترګو نه اوښکې بهيدلې، هُم ټول کال به هره شپه د هغوئي پۀ آستانه کښې محفلِ ميلاد وو، پۀ کوم کښې چې به * مَدَني * تُرکي * پاکستاني * شَامي * مِصري * اَفرِيقي * سَوډاني * او د ټولې دُنيا نه راغلو زائرينو شرکت کولو.
د دوئي نه د واپس کيدو سره به چرته ځې؟
بعضې ځل به داسې هم وشو چې کله به يو زيارت کوونکي مدينه منوَّره پريښودله او واپس به خپل کور ته روانيدو نو راتللو به او عرض به يـې کولو: يعنې ما سلامِ وِدَاع کړے دے (يعنې ما د رسولِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خدمت کښې الوِداعي سلام وړاندې کړے دے او اوس کور ته ځم). سيدي قطبِ مدينه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به اِصلاح کوله او فرمائيل به يـې: دوئي چې وِدَاع اوکړې هُم نو چرته به ځې؟ پۀ بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کښې داسې عرض کوه: اَلْاَمان یا رسولَ اللہ! اَلْحَفِیظ یا رسولَ اللہ! اَلمَدد یا رسولَ اللہ! اَلغِیاث یا رسولَ اللہ! ([1])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami