Book Name:Zawal Kay Asbab

(4): په الله پاک باندې پوخ ايمان

د اُمَّتِ مُسلِمه څلورم اعلٰی صفت رَبِّ کائنات دا ارشاد اوفرمائيلو:

وَ تُؤۡمِنُوۡنَ بِاللّٰہِ ؕ  (پاره: 4، سورۀ اَلِ عمران: 110)

ترجمۀ کنزُ الايمان: او په الله ايمان ساتي۔

دا صفت اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! هر مسلمان ته حاصل دے، مونږ ټول په الله پاک باندې ايمان ساتو، رَبِّ کائنات خپل خدائے منو، صِرف د هغه عبادت کوو، صِرف هغه ته ښکته کيږو او سجده کوو۔

خو دلته د غور يوه خبره ده! هغه دا چې آيا مونږ د دې ايمان تقاضې پوره کوو؟

د ايمان حقيقت څه دے؟

يو ځل د حضرت ابراهيم خوّاص رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه چا پوښتنه اوکړه: د ايمان حقيقت څه دے؟ اوئې فرمائيل:د تَوَکُّل حفاظت کول د ايمان حقيقت دے۔ ([1])

يعني چې په هر څنګه حال کښې بنده په الله پاک باندې باور اوساتي، په يو وخت کښې هم دا باور کمزوري کيدو ته پرې نږدي، د تَوَکُّل داسې حفاظت کول، د ايمان حقيقت دے۔

لږ مونږ غور اوکړو!چې آيا مونږ تَوَکُّل خپلوو؟ آيا مونږ په خپل رَبِّ کريم باور ساتو؟ آه! افسوس! مادِيَّت پرستي عامه ده، نن سبا بعضې نادانه مسلمانان هم د دنيا په خوندونو کښې مست دي، يقين کمزورے دے، په رزق پسې د منډو وهلو سره رازق (يعني رزق ورکوونکے الله کريم) هيروي، د وسيلو لټولو سره مُسَبِّبُ الْاَسْبَاب (يعني وسيلې


 

 



[1]...کشف المحجوب، صفحہ:422۔