Book Name:Zawal Kay Asbab

صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سيرت ته نه ګوري، د کافِرانو انداز خپلوي۔

شَور ہے ہو گئے دُنیا سے مسلماں نابُود     ہم یہ کہتے ہیں کہ تھے بھی کہیں مسلم موجود؟

تم ہو صُورت میں نصاریٰ تو تمدن میں ہنود    یہ مسلماں ہیں جنہیں دیکھ کے شرمائیں یہود

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! زمونږ اَسلاف، مخکښيني مسلمانان هم داسې وو، هغوئي به د يو قوم نقل نه کولو، هغوئي به د خپل آقا او مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت خپلول، د قرآنِ مجيد په ښودلے شوؤ اُصُولو به روان وو، په دنيا کښې په هر لور د هغوئي خبرې وې، رَبِّ کائنات هغوئي ته ترقي ورکړې وه، هغوئي ته عروج ورکړے شوے وو، کافِرانو به په هغوئي رشک کولو، تر دې پورې چې د هغوئي د اَخلاقو او کردار نه به د متاثره کيدو سره کافِرانو کلمه وئيله۔

راځئ! د دې يوه ښکلې نظاره وړاندې کووم هم په دې وجه:

 د اَخلاقو ليدو سره کافِر مسلمان شو

حضرت مالِک بن دينار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو ځل يو کور په کرايه واخستو، د هغه کور سره بالکل په خوا کښې د يو يهودي کور وو۔ هغه يهودي به د بُغض او دښمنئ له وجې د ناوې په ذريعه سخا اوبه او ګند د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه کور ته غورځولو، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  به هغه ګند صفا کولو او خاموشه به پاتې کيدلو، آخِر يوه ورځ هغه يهودي پخپله راغلے او اوئې وئيل: جناب! زما د ناوې نه د راتلونکي ګند په وجه خو به ستاسو څه شکايت نه وي؟ حضرت مالِک بن دينار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير په نرمئ سره اوفرمائيل: د ناوې نه چې کوم ګند راغورځيږي، هغه زه وينځم، يهودي اووئيل: تاسو له د دومره تکليف باوجود غصه نه درځي؟ اوئې فرمائيل: راځې خو څکم ئې ځکه (په 4 سيپاره سورۀ اَلِ عمران 134