Book Name:Zawal Kay Asbab

ولې نه وي۔ ([1])

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! مونږ لږ غور اوکړو! چې مونږ ته د دين څومره خبرې يادې دي، آيا هغه مونږ نورو ته رسوو؟ څوک په دې نه پوهيږي چې پينځه لمونځونه فرض دي؟ آيا مونږ نورو ته د لمونځ کولو دعوت ورکوو؟ په دې څوک نه پوهيږي چې د رمضان المبارک روژې فرض دي؟ آيا مونږ د روژو نيولو دعوت ورکوو؟ څوک نه پوهيږي چې د قرآنِ پاک تلاوت کول د نيکئ کار دے؟ آيا مونږ د قرآنِ پاک د تلاوت کولو دعوت ورکوو؟ څوک نه پوهيږي چې د سود لين دين کول، سندرې اوريدل، فلمونه ډرامې کتل، بے پردګي وغيره دا هر څه ګناه ده؟ آيا مونږ خلق د دې نه منع کوو؟ افسوس! زمونږ زياتره خلق داسې دي کوم چې دا کارونه نه کوي (يعني د ډيرو څيزونو نه د خبريدو باوجود هم د نيکئ د دعوت عام کولو نه محرومه وي)، مونږ ته چې څومره دين زده دے، دومره نورو ته نه رسوو او د نور عِلمِ دين زده کولو کوشش نه کوو۔

په حديث شريف کښې دي: چا د حضورِ انور، د مکې مدينې د تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه پوښتنه اوکړه: بهترين بنده څوک دے؟ اوئې فرمائيل: د الله پاک نه ويريدونکے، صِله رحمئ (يعني د خپلوانو سره ښه سلوک) کوونکے، ښه خبرې ويونکے او د بدئ نه منع کوونکے۔ ([2]) امام حَسَنِ بَصرِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: څوک چې د ښه خبرو کولو حکم اوکړي، د بدئ نه منع کړي، هغه د الله پاک هم خليفه دے، د هغه د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم او د هغه د کتاب (يعني د قرآنِ کريم) هم


 

 



[1]...بخاری، کتاب  احادیث الانبیاء، صفحہ:888، حدیث:3461۔

[2]...شُعب الایمان، باب فی صلۃ الارحام، جلد:6، صفحہ:220، حدیث:7950۔