Ameer-e-Ahl-e-Sunnat Ka Ishq Madina

Book Name:Ameer-e-Ahl-e-Sunnat Ka Ishq Madina

    داسې هغوئي په ثابت قدمئ او استقامت سره د نيكئ دعوت وركولو، د هغوئي د مسلسل كوششونو په نتيجه كښې * كوم چې بيلمَانځه وو، لمُونځ ګزاره جوړ شو بلكه د جماتونو اِمامان جوړ شو* بد نظر ساتلو والا حيادار جوړ شو * مور او پلار ته تكليف وركوونكي بااَدبه جوړ شو * غلان، ډاكوان راغلل، توبه ئې ويسته او غلا، ډاكے ئې پريښودې او د مُعاشرے شريفه انسانان جوړ شو * حسَد كوونكي شُكرګزاره او خير خواه جوړ شو * د فلمونو او سندرو شوقين نعتِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم لوستونكي اوريدونكي جوړ شو * د دُنيا ګنده او ګناهونو نه ډك  عشق كښې مصروفه ځلمي د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره مينه او محبت كوونكي جوړ شو *مال او دولت پسې منډې وهونكي د رضائے اِلٰهي طلب ګار جوړ شو* شرابيان راغلل، توبه ئې اوكړه او پاك انسانان جوړ شو * غافله راغلل، عبادت ګزاره جوړ شو * ګمراه خلقو ته نيغه لاره نصيب شوه * په زرګونو كافرانو ته د اسلام نِعمَت نصيب شو. داسې  يو يو دوه دوه راتلل، د نيكئ د دعوت په دې سفر كښې د هغوئي سره ميلاويدل او قافله جوړه شوه، اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰہ! د نيكئ د دعوت دا پيغام ټولې دُنيا ته اورسيدلو.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                              صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد