Book Name:Ameer-e-Ahl-e-Sunnat Ka Ishq Madina
جګړه كولو نه دے ليدلے * اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ په ځوانئ كښې علمِ دين حاصل كړے وو، هغوئي د كتابونو لوستلو او د علمائے كرامو په صحبت كښې د اوسيدلو په ذريعه عِلم حاصلول اختيار كړي وو، په دې سلسله كښې هغوئي مسلسل 22 كاله د مفتـئ اعظم پاكستان حضرت عَلَّامه مفتـي وقارُ الدِّين قادري رضوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په صحبت كښې حاضر شوے دے * حضرت عَلَّامه مفتـي وقارُ الدِّين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ ته خپل خلافت او اجازت هم وركړے وو * د مفتـي وقارُ الدِّين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه علاوه اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ ته شارحِ بُخاري حضرت مفتـي شريفُ الحق امجدي صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم په څلورو سلسلو (يعني قادريه، چشتيه، نقشبنديه او سُهرورديه) كښې خلافت عطا كړے دے * په ستمبر 1981ء كښې اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د دعوتِ اسلامي آغاز اوكړو، اګرچې هغوئي مخكښې هم د نيكئ دعوت وركولو خو چې كله د دعوتِ اسلامي شروع اوشوه، دغه وخت اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د نيكئ د دعوت باقاعده سلسله شروع كړه * اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ دا مدني مقصد خپل كړو چې ”ماته د خپل ځان او د ټولې دُنيا د خلقو د اصلاح كوشش كول دي“، بيا هغوئي د دې مقصد په وړاندې بوتللو د پاره شپه او ورځ مسلسل