Ameer-e-Ahl-e-Sunnat Ka Ishq Madina

Book Name:Ameer-e-Ahl-e-Sunnat Ka Ishq Madina

كوششونه شروع كړه، او خپل محنت ئې جاري اوساتلو، تر دې پورې چې د الله پاك په كرم او د هغه د حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په نظرِ عِنايَت او د اوليائے كرامو په فيض سره د دعوتِ اسلامي ديني پيغام په ټوله دُنيا كښې عام شو * په شروع كښې اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ ډيرې سختې برداشت كړې دي، د هغوئي په لارو کښې خنډان هم راپورته کړے شو، بعضې ناپوهه خلقو د نيكئ د دعوت دا ديني كار مَعَاذَ الله! د بندولو كوششونه هم اوكړل خو هغوئي منع نه شو او د الله پاك په رحمت ئې نظر اوساتلو او مخ په وړاندې تللو * هغوئي به لرې لرې علاقو پورې سفر كولو * په يوه ورځ كښې به ئې ډير بيانونه كول * جمات، جمات، كلي، كلي، ښار، ښار ته به تللو * خلقو ته به ئې د نيكئ دعوت وركولو * چرته چې به مړے اوشو نو د مسلمانانو غم خوارئ، خواخوږئ او غمرازئ د جذبے لاندې به ئې په خپلو لاسو مړي ته غُسل وركولو، كفن به ئې ورته ور اغوستولو او د جنازے لمُونځ اِمامتي به ئې هم پخپله كوله * د غم او خوشحالئ په موقعو باندې به ئې د مسلمانانو داسې زړه خوشحالولو چې هغوئي به هم د نيكئ د دعوت عام كولو د پاره د اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ  سره په سفر كښې شريك كيدونكي جوړيدل.