Jahannam Se Chutkara Kaise Mila

Book Name:Jahannam Se Chutkara Kaise Mila

بيا به دوزخيان (د جَهنَّم داروغه) حضرتِ مالِک عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام ته عرض کوي:

یٰمٰلِكُ لِیَقْضِ عَلَیْنَا رَبُّكَؕ-   (پ : 25، سورۀ زخرف: 77 )

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان: اے مالِک! ستا رب دِ مونږه تمام [يعنې ختم] کړي۔

حضرتِ مالک عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام به فرمائي:

اِنَّكُمْ مّٰكِثُوْنَ(۷۷)  (پ : 25، سورۀ زخرف: 77 )

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان: تاسو لره خو خصاريدل دي۔

      يعنې تاسو له به مرګ نه راځي تاسو لره هُم دغسې په عذاب کښې حصاريدل دي۔

حضرتِ سَيِّدُنا اعمش رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما ته خبر راکړے شوے دے چې د دوزخيانو حضرتِ مالِک عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام ته غږ کول او د حضرتِ مالِک عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام هغوئي ته جواب ورکولو کښې به د زرو کالو وقفه وي۔ ([1])

      د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نور فرمائيلي دي: بيا به دوزخيان وائي، خپل رب نه سوال اوکړه ځکه چې ستاسو د ربّ نه سيوا هيڅ څوک د خير والا نشته۔ چنانچه بيا به دوزخيان خپل رب ته سوال کوي:

رَبَّنَا غَلَبَتْ عَلَیْنَا شِقْوَتُنَا وَ كُنَّا قَوْمًا ضَآلِّیْنَ(۱۰۶) رَبَّنَاۤ اَخْرِجْنَا مِنْهَا فَاِنْ عُدْنَا فَاِنَّا ظٰلِمُوْنَ(۱۰۷)  (پاره 18 مؤمنون:106تا107)

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان: اے زمونږه ربه په مونږه باندې خپله بد بختي غالبه راغله او مونږه ګمراه خلق وو۔ اے زمونږه ربه! مونږ د دوزخ نه اوباسې بيا که مونږه هُم هغسې اوکړو نو مونږه ظالـمان يُو۔


 

 



[1]...ترمذی، کتاب صفۃ جہنم، صفحہ:609، حدیث:2586۔