Book Name:Jahannam Se Chutkara Kaise Mila
شوله، اے مالِک! بيړئ په مونږه ډيرې درَنې دي، اے مالک! زمونږه څرمنې پخې شوي دي، اے مالِک! اوس مونږه د دې نه اوباسه مونږ به دوباره بد اعمال نه کوو۔ د دوزخ فرښتې به جواب ورکړي: هائے افسوس! د امان وخت تلے دے، اوس ستاسو د پاره دوزخ نه د وتلو هيڅ لاره نشته! اوس په هُم دې کښې پراته اوسئ ذليله کړے شوي او خبرې مه کوئ، که تاسو د دې نه اُووِيستلے شئ نو بيا به هُم هغه کوئ د څه نه چې تاسو منع کولے کيږئ۔
دغه وخت به دوزخيان نا اُميده شي او په خپلو ګناهونو به افسوس کوي خو هغه وخت به ئې پښيمانتيا هيڅ په کار نه راځي او نه به افسوس فائده ورکوي۔ دوزخيانو ته به طوق ورواچولے شي او پړمخ به واچولے شي، د هغوئي د پاسه، لاندې، ښي طرف ته او ګڅ طرف هر طرف ته به اور او اور وي، هغوئي به په اور کښې ډوب وي، اور به ئې خوراک وي اور به ئې لباس وي او اور به ئې بستره وي، دوزخيانو ته به د تارکولو لباس ور واغوستلے شي، په ګُرزونو به وهلے کيږي، درنې بيړئ به ور په ښپو کړے شي، د دوزخ په تنګو ناوونو کښې به چغې وي او د هغې په جوَرو کندو کښې به په واګو [لګامونو] کښې کلک تړلي شوي وي۔ په دوزخيانو به د کټوئ په شان جوش وهونکے اور اچولے کيږي، هغوئي به زاري فرياد ژړا او غوغا کوي، دوزخيان چې کله هُم مرګ غواړي نو د هغوئي په سرونو به ويشيدلې اوبه اچولے کيږي چې هغه به د هغوئي څرمن او د خيټې دننه هر څه وِيلي کړي، دوزخيانو د پاره به د اوسپنې ګُرزونه وي چې د هغوئي تندي به ريزه ريزه