Jahannam Se Chutkara Kaise Mila

Book Name:Jahannam Se Chutkara Kaise Mila

ورکوي، دوزخيان به بيا خوراک غواړي نو هغوئي ته به په مرئ کښې نښتلو والا خوراک ورکړے شي، [چې د هغوئي په مرئ کښې هغه اونښلي] نو هغوئي ته به ورياد شي چې کله به ئې په دُنيا کښې په مرئ کښې خوراک نښتلو نو دوئي به اوبه څښلې، نو اوبه به اوغواړي نو هغوئي ته به خُوټکيدلې اوبه ورکړے شي، چې کله هغه اوبه د هغوئي مخونو ته نزدې شي نو د هغوئي مخونه به وريت کړي او چې کله هغه اوبه د هغوئي خيټو ته لاړې شي نو د هغوئي د خيټې هر څيز به کټ کړي۔

      بيا به دوزخيان ډير تنګ شي او د دوزخ داروغه ته به غږ اوکړي او عرض به کوي:

ادْعُوْا رَبَّكُمْ یُخَفِّفْ عَنَّا یَوْمًا مِّنَ الْعَذَابِ(۴۹)   (پ : 24 سورۀ مؤمن: 49 )

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان: د خپل رب نه دُعا اوکړه [چې] په مونږه د عذاب يوه ورځ سپکه کړي۔

د جَهنَّم داروغه به ورته وائي:

اَوَ لَمْ تَكُ تَاْتِیْكُمْ رُسُلُكُمْ بِالْبَیِّنٰتِؕ-   (پ : 24 سورۀ مؤمن: 50 )                                          

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان:  آيا تاسو له به ستاسو رسول روښانه نښې نه راوړلې۔

دوزخيان به وائي:

بَلٰىؕ-   (پ : 24 سورۀ مؤمن: 50 )

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان:  ولې نه۔

د جَهنَّم داروغه به فرمائي:

فَادْعُوْاۚ-وَ مَا دُعٰٓؤُا الْكٰفِرِیْنَ اِلَّا فِیْ ضَلٰلٍ۠(۵۰)   (پ : 24 سورۀ مؤمن: 50 )

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان: نو هُم تاسو دُعا اوکړئ او د کافرانو دُعا نه ده مګر د سرګردانه ګرځيدلو د پاره۔