Book Name:Shab e Meraj Nawazshat e Mustafa
بدني وي، روحاني اثر نه وي يعني د مور د پرهيز نه كولو په وجه د بچي طبيعت خرابيدے شي خو عقيده ئې نه خرابيږي. قُربان شم د خپل خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه! چې د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تَعَلُّق د خپل اُمَّت سره د مور د تَعَلُّق نه هم زيات جَور دے، يقيناً د قيامته پورې راتلونكي عاشقانِ رسول د حُضُورِ اكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اُمَّتيان دي، په هغوئي كښې په لكونو كروړونو بلكه په اربونو اُمَّتيان لا په عالَمِ ارواح كښې وو، دُنيا ته لا راغلي نه وو، د دې باوُجود زمونږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د معراج په شپه شـوده [يعني پـئ] قبول كړل نو په اُمَّت باندې بدني بلكه روحاني اثر اوشو، اُمَّت د ګمراهـئ نه بچ شو بلكه دا خو د څښلو خبره ده، زمونږ د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اُمَّت سره تَعَلُّق دومره جور دے چې هغوئي دوه غږ كوونكو كافرانو طرف ته هم تَوَجُّه اونكړه نو د دې په بركت اُمَّت د كفر او شرك نه محفوظه شو يعني د جانِ كائنات، فخرِ موجودات صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صرف د تَوَجُّه وركولو يا نه وركولو دومره اثر دے چې كه حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تَوَجُّه فرمائيلې وے نو اُمَّت به په كفر و شرك كښې اخته شوي وے، حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تَوَجُّه اونه فرمائيله نو اُمَّت د كفر نه هم بچ شو او د شرك نه محفوظه هُم شو. سُبْـحٰـنَ الـلّٰـه! دا د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خپل اُمَّت باندې څومره لوئ عظيم احسان دے چې د معراج په شپه ئې د خپل اُمَّت خيال اوساتلو او د هر قِسمَه ګمراهئ دُنيادارئ او غرق كيدلو نه ئې بچ كړلو.
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! دلته علمائے كرامو يوه بله هم د كمال علمـي نكته بيان كړې ده، فرمائي: لږ اوګورئ! كله چې زمونږ خوږ آقا په ظاهري دُنيا كښې تشريف