Shab e Meraj Nawazshat e Mustafa

Book Name:Shab e Meraj Nawazshat e Mustafa

وو، د دې شپے دا پيغام بالکل يو نوے پيغام وو. عَلَّامه قَسطلانـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نقل كوي: حضرت جبريلِ اَمِين عَلَيْهِ السَّلام چې كله د معراج زيرے اورولو د پاره د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې حاضر شو نو عرض ئې اوكړو: يَـا رَسُولَ الـلّٰـه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! د بادشاهانو عادت دے چې كله هغوئي د خپل محبوب سره د ملاقات اراده كوي نو د هغه د رابللو د پاره خپل د ټولو نه نِزدے کس ورليږي، يَـا رَسُولَ الـلّٰـه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! زه په تاسو پسې د ځان سره بوتللو د پاره راغلے يم چې زما شمير هم ستاسو په خادمانو كښې اوشي.[1]

      اَللهُ اَکْبَر! اے عاشقانِ رَسُول! په دې شپه په جبريلِ امين عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام باندې الله پاک څومره لوئ کرم فرمائيلے وو ځکه چې فرښتے خو په اربونو کهربونو وې خو الله پاک د خپل محبوب صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د رابللو د پاره د جبريلِ امين عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام انتخاب اوکړو، ګويا دا د جبرِيلِ امين عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام معراج وو، ځکه خو چې هغوئي کله حاضر شولو نو څه ګوري چې د الله پاک محبوب صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم آرام فرمائي نو د کمال ادب په وجه ئې د خوږ نبي مُحَمَّدِ عَـرَبِـی صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په ښپو مبارکو شونډې کيښودلې او د خوږ نبي صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ښپې مبارکې ئې ښکل کړې۔


 

 



[1]...مواہب اللدنیہ، المقصدالخامس:الاسراءوالمعراج، جلد:2، صفحہ:355۔