Book Name:Shab e Meraj Nawazshat e Mustafa
چې سفر اسمانونو طرف ته كول وو، كه حُضُورِ اكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مکّے مُکَرَّمے نه سيدها اسمانونو طرف ته تشريف وړے وے نو هُم مقصد به پوره شوے وے، د اسمان فاصله چې څومره د مکّے مُکَرَّمے نه ده، هغه همره د مسجدِ اقصٰى نه هُم ده، نو بيا خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مسجدِ اقصٰى ته ولے تشريف يوړلو؟ د مکّے مُکَرَّمے نه ئې سيدها اسمانونو طرف ته ولے تشريف يو نوړو؟ اے عاشِقانِ رسول! په عُلمائے كرامو باندې دِ د الله پاك رحمتونه اوشي، هغوئي د دې سُوال ډير جوابونه بيان كړي دي، مسجدِ اقصٰى ته د تشريف وړلو ډير حكمتونه ئې بيان كړي دي، په هغې كښې يو حكمت عُلمائے كرام دا بيانوي: لِتَتَشَرَّفَ اَرْضُ الْمَحْشَرِ يعني هغه زمكه كوم ځائے چې مسجدِ اقصٰى واقع دے (د زمکې دا ټوټه پخوا د شام په حُدُودو کښې وه او مُلکِ شام هغه زمکه ده) چرته چې به د قيامت په ورځ د محشر ميدان قائميږي نو حُضُورِ اكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوَّل مسجدِ اقصٰى ته تشريف يوړلو چې د ميدانِ محشر په زمكه باندې د رَحْـمَـةٌ للِّعٰلَمِيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم قدمونه مبارك اولګي او د ميدانِ محشر زمکې ته شرف نصيب شي.[1]
سُبْـحٰـنَ الـلّٰـه! خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! زمونږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په ميدانِ محشر باندې هم مهرباني اوكړه، هغه ځائے چرته چې به په ورځ د قيامت امتحان کيږي، كله چې به زمكه د تانبے شي، لمَر به پاؤ باندې يو ميل اوچت وي او اور به راوروي، زمكه به سره شوې وي، چرته چې به ټول انسانان راجمع كړے شي، د معراج