Book Name:Shab e Meraj Nawazshat e Mustafa
وړاندې كړے شوې، په هغې كښې په يوه كښې شـوده، په دويمه كښې اوبه او دريمه كښې پاكيزه شراب وو، خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شـودو پيالئ قبوله كړه، په دې باندې حضرت جبريلِ اَمِين عَلَيْهِ السَّلام عرض اوكړو: يَـا رَسُولَ الـلّٰـه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! تاسو فطرت اختيار كړو، كه تاسو د شرابو پيالئ قبوله كړې وه نو ستاسو اُمَّت به ګمراه شوے وے، په هغې كښې به لږو خلقو ستاسو تابعداري كړې وے او كه تاسو د اوبو پيالئ قبوله كړې وه نو ستاسو اُمَّت به غرق كړے شوے وے. [1]
سُبْـحٰـنَ الـلّٰـه! اے عاشِقانِ رسول! تاسو اوليدل! چې د معراج په شپه زمونږ په خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې څومره مهربانئ شوې وې، د معراج په شپه ګويا چې د اُمَّت د قِسمَت فيصله كيدله، خدانخواسته كه حُضُورِ اكرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه دوو كافرانو [يعني يهودي او عيسائي] طرف ته مُتَوَجِّه شوے وے نو اُمَّت به په كفر او شِرك كښې اخته شوے وے، خدانخواسته كه زمونږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغې سينګار شوې بوډئ خبره اوريدلے وے نو نن به اُمَّت آخرت پريښودے وے او دُنيا به ئې اختيار كړي وے او كه حُضُورِ اكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شـودو پيالئ نه وے قبوله كړې نو اُمَّت به ګمراه شوے وے يا به غرق شوے وے خو اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! الله پاك مونږه ګنهګاران د رحمتونو والا نبـي، مكي مدني آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اُمَّتيان جوړ كړي يو. زمونږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په اُمَّت باندې كرم اوكړو او خپل خوږ اُمَّت ئې د كفر او شِرك نه هم بچ