Shab e Meraj Nawazshat e Mustafa

Book Name:Shab e Meraj Nawazshat e Mustafa

پاك لره دي چا چې زما اُمَّت بهترين اُمَّت جوړ كړے دے كوم چې د خلقو د پاره را اُوويستلے شو. ټول ثنا صفات الله پاك لره دي چا چې زما اُمَّت د ټولو نه غوره اُمَّت جوړ كړے دے، ټول ثنا صفات الله پاك لره دي چا چې زما اُمَّت اوَّل هم جوړ كړے دے (چې زما اُمَّت به د ټولو نه اوَّل جَنَّت ته ځي) او آخِر ئې هم جوړ كړے دے (چې دا اُمَّت دُنيا ته د راتلو په اعتبار سره  آخري اُمَّت دے).[1]

          الـلّٰـه!  الـلّٰـه! اے عاشِقانِ رسول! غور اوكړئ! ذِكر چرته كيږى؟ د چا مخے ته كيږي؟ څوك ئې كوي؟ او د چا ذِكر كيږي. اوَّله قبله ده يعني مسجِدِ اقصٰى دے، د كائناتو د ټولو نه غوره هستيانې يعني انبيائے كرام عَلَيْهِمُ السَّلام تشريف فرما دي، خطبه وركوونكے زمونږ خوږ آقا، آخري نبـي، مُحَمَّدِ عربـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے او د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اُمَّت ذِكر كيږي.

    سُبْحٰنَ الله! دا دے زمونږ خوږ آقا، زمونږ د روحونو آقا صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم...! چې پخپله خو معراج ته تشريف وړي مګر د انبيائے كرامو په اجتماع كښې ئې د خپل اُمَّت ذِكر هُم اوفرمائيلو، او د اُمَّت د فضائلو بيانولو په ذريعه ئې د اُمَّت هم معراج اوكړو.

     اے عاشقانِ رَسُول! لږ سوچ اوکړئ دا د خوږ آقا دومره لوئ احسان دے چې مونږ په دې باندې څومره هم ناز اوكړو، كم دے۔

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد


 

 



[1]...دلائل النبوۃللبیہقی، جلد:2، صفحہ:400ملتقطاً۔